عمران خان او جواد ظریف افغان سوله د سیمې په ګټه بللې

عمران خان او جواد ظریف افغان سوله د سیمې په ګټه بللې


  • 4 کاله دمخه (13/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1316

د پاکستان صدراعظم عمران خان د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې سوله د سیمې په ګټه ده او په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې به نوي فرصتونه رامنځته کړي.

جواد ظریف، چې پاکستان ته په دوه ورځني سفر تللی؛ تیره ورځ یې د پاکستان له صدراعظم عمران خان او نورو چارواکو سره کتلي دي.

په دغه لیدنه کې عمران خان یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر ملاتړ کوي او افغانان باید له دې تاریخي فرصته ګټه پورته کړي، چې سیاسي حل ته زمینه برابره کړي.