د مئینانو ورځ؛ د اسټرلیا ۶۲ کلن لومړي وزیر کوژده  وکړه

د مئینانو ورځ؛ د اسټرلیا ۶۲ کلن لومړي وزیر کوژده وکړه


  • 11 مياشتي دمخه (15/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 389

 

د مئینانو ورځ؛ د اسټرلیا ۶۲ کلن صدراعظم کوژده وکړه

په داسې حال کې چې د فبروري ۱۴مه په ټوله نړۍ کې د « والنټایڼ ډې» یا مئنیانو ورځې په توګه نومول کېږي؛ د اسټرلیا صدراعظم  انتوني البانیز په همدې ورځ له جودي هیدون سره د کوژدې خبر ورکړ.

نوموړي پرخپله ایکس پاڼه د هغې له ګډ انځور سره لیکلي، ې کچې « جودي هیدون هو ووایه»

دوی دواړو په ۲۰۲۰ کال کې د اسټرلیا په میلبورن کې په یوه رسمي غونډه سره ولیدل.

بل لورته د اسټرلیا د بهرنیو چارو وزیر او ګڼ شمېر  نورو چارواکو البانیز ته مبارکي وکړې.

انتوني البانیز د ۲۰۲۲ د مۍ په میاشت کې د استرالیا صدراعظم شو.

نوموړی په ۱۹۹۶ کال کې د استرالیا پارلمان ته بریالی شوی و.