عمران خان وایي، امریکا دې تالېبان په رسمیت وپېژني

عمران خان وایي، امریکا دې تالېبان په رسمیت وپېژني


  • 3 کاله دمخه (03/10/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1314

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې اوس افغانستان کې تېر حکومت ختم شوی او امریکا ته پکار ده، چې د تالېبانو دا حکومت په رسمیت وپېژني.

نوموړي د ترکیې له "ټي ار ټي" ټلویزوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان له لوري د تالېبانو په رسمیت پېژندل دومره لوی توپیر نشي رامنځته کولای؛ نو پکار ده، چې امریکا اروپا او ځینې نور هېوادونه په ګډه یاد حکومت په رسمیت وپېژني.

باید یاده شي، چې د ولسمشر غني له تګ وروسته  پاکستاني لوري د تالیبانو لپاره په نړیوال سټیج هڅې شروع کړې.