سمسور (۱۷غبرګولی۱۴۰۱) په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په دغه هېواد کې پر روان بشري ناورین ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
یادې کمېټې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، چې افغانستان کې روان بشري ناورین ورځ تر بلې پراخېږي او ددې احتمال شته چې د ګڼو انسانانو ژوند واخلي.
سرچینې همداراز ویلي، چې نړیواله ټولنه باید په دې سخت وخت کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسوول ویلي، چې افغانان لا هم د ډوډۍ پیدا کولو لپاره د خپل کور وسایل پلوري.
دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې شااوخوا ۱۹،۸ کسان له سختې لوږې سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.