- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- جلال الدين غريبدوست
- 1133
په جلال ابادښار کې د بي بي حوا لېسې شاته د مېديوتيک په انګړ کې جلالکوټ ادبي خوځښت د ١٣٩٠ لمريز کال د وري پر ١٦مه خپله نهه وېشتمه اونيزه ادبي غونډه وکړه.
غونډه د فضل الرحمان زيارمل لخوا د قرآنکريم د څو سپېڅلو اياتونو په لوستو سره پيل شوه.وياندويي يې الله محمد حسن زي کوله،مشررحمت الله رحمت،مشر مېلمه سميع الله تندر او کوربه يې بختيارو.
د تېرې غونډې رپوټ جلال الدين غريبدوست ولوست چې ټولو د تاييد ترڅنګ وستايه.
بياکه څه هم د ادبي درس وخت و،خو د جانان ز مري د نه راتګ له امله چې د دې برخې لپاره يې د امادګۍ ژمنه کړې وه،د نه راتګ له کبله دا برخه پاتې شوه.
ورپسې خيبراحمد ترور د ذهني ادبي ازمېښت برخه مخته يوړه چې يوشمېر غونډه والو يې پوښتنې ځوابې کړې.
بيارحيم الله همراز خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ چې مطلع يې وه:
څنګ چې توربورا د ګل نه زړه خوړلى
داسې تامې له ګوګل نه زړه خوړلى
ترور يې په اړه وويل:زماپه فکر بوراپه ګل مېن وي،خونه پوهېږم چې ده دلته څنګه ويلي چې بورا له ګل نه زړه خوړلى.
محمودخزان يې په ځواب کې وويل:هغه خوبېله خبره ده چې بوراپه ګل مېن دى دلته د ده هدف د بورا له خوا د ګل د مغزو خوراک دى.
محب الله الله يار د مطلعې د ستايلو ترڅنګ وويل:که لومړۍ نېم بيته داسې شي:
څنګ چې توربورا له ګل نه زړه خوړلى،ښه به شي
بيادويم بيت وو:
واه د سپين مخ ته کتل وي څنګه،څنګه؟
اوف دې مينې مې اول نه زړه خوړلى
بختياروويل:که لومړۍ نېم بيته داسې شي،ښه به وي:
واه دې سپين مخ ته يې کتل وي څنګه،څنګه
زيارمل وويل:که دويمه نېم بيته داسې شي،سم به وي:
ستادې مينې مې اول نه زړه خوړلى
الله ياروويل:که لومړۍ نېم بيته په دې ډول شي،ښه ده:
واه سپين مخو ته کتل وي څنګه،څنګه؟
رغاند د الله يار د نظر په تاييد سره ټينګاروکړ چې د (واه)او (اوف)کليمې دې په بيت کې پرېښودل شي،ځکه د ده په ويناښکلى کړى يې دى.
رحمت الله وويل:که دويمه نېم بيته داسې شي:
اوف دې ښکلو مې اول نه زړه خوړلى
د رحمت الله نظر د غونډې د يوشمېر ګډونوالو لخوا تاييد شو.
دويم بيت و:په تندي يې درته سم پرېښى نه دى
دې بادونو ستااوربل نه زړه خوړلى
بختياريې په اړه وويل:چې لومړۍ نېم بيته په دې ډول شي،ښه به شي:
په تندي يې درته جوړپرېښى نه دى
درېيم بيت و:داچې ته خاندې او لمرته نه پړکېږي
پيتې پوزې دې چارګل نه زړه خوړلى
دابيت ټولو په چکچکو بدرګه کړ.
مطلع وه:ستاهمراز چې ورته ټکى،ټکى اېښى
رياضت يې له غزل نه زړه خوړلى
رغاند وويل:ټکى،ټکى کومه مانانه لري،که موخه له شعره د شاعر زړه تورني وي،بياداسې دې شي:
ستاهمراز چې ورته اېښى د پاى ټکى
پرغزل د خبرو په پاى ته رسېدو سره همراز له ټولو مننه وکړه چې پرغزل يې وغږيدل.
بياازاده مشاعره وشوه چې:احسان الله ځلاند،رضاخان ستاندار،ګلالى ساپى،سيدجاويدشينواري،خيبراحمدترور،حضرت يوسف يوسفزي،فضل الرحمان زيارمل،بختيار،ايمل غيور،جلال الدين غريبدوست،احمدجمال جمال،سمندرساحل،فريدملاتړ،سيداسحاق سادات،محمود خزان،ارشادرغاند،سميع الله تندر اورحمت الله رحمت پکې شعرونه وويل.
ترمشاعرې وروسته د غونډې مشر رحمت الله رحمت غونډه مثبته وګڼله.
پريکړه وشوه چې بله غونډه کې به ايمل غيور ادبي درس ورکوي او رغاند به خپل نثرکره کتنې ته راوړي.
غونډه غرمه مهال پاى ته ورسېده.
د جلالکوټ ادبي خوځښت د نورو هڅو په اړه د اړتياپرمهال معلومات پردې پتو اخېستلاى شئ: