امریکا: طالبان ملکي خلک وژني؛ د ځواکونو د وتلو په اړه فکر کوو.

امریکا: طالبان ملکي خلک وژني؛ د ځواکونو د وتلو په اړه فکر کوو.


  • 3 کاله دمخه (22/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1353

امریکا یو وار بیا ډاډ څرګند کړی دی، چې افغانستان یوازې نه پرېږدي او امریکایي سرتېرو وتل د شرایطو په سمېدو تړلي دي. 

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون دوشنبه ماښام یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار کړی، چې د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو برخه کې د ولسمشر جو بایډن ټاکلی مهلت پر ځای دی، خو هغه زیاته یې کړې، چې د پوځي ځواکونو د وتلو سرعت، وضعیت ته په پام سره د انعطاف وړ دی.

ښاغلي کربي همداراز زیاته کړې، د افغانستان وضعیت د بدلون په حال کې دی او دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو جګړو ته زور ورکړی دی او تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی.

هغه په افغانستان کې روانو حالتو ته په اشارې ویلي، چې دوی له افغانستانه ملاتړ کوي او په خبره یې اجازه نه ورکوي، چې طالبان دې یو ځل بیا حاکم شي.

د پنټاګون چارواکو تېره اوونۍ ویلي و چې شااوخوا دوه نیم زره امریکايي سرتېري او شپاړلس زره قراردادیان چې ډېری امریکايي وګړي دي اوس مهال په افغانستان کې دېره دي.

د ویلو ده، چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې له‌مخې، چې باید له افغانستانه د امریکایي سرتېرو لړۍ د را روانې سپټمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې بشپړ شي، خو اوس داسې مالومېږي، چې د دوی د وتلو بهیر په افغانستان کې د حالاتو په سمېدو پورې اړه لري. 

امریکایي چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي، چې دوی افغان سولې، افغان ځواکونو او په ټوله کې د دې هېواد د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو ملاتړ کوي.