نړیوال بانک د افغانستان روغتیا وزارت سره ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې

نړیوال بانک د افغانستان روغتیا وزارت سره ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې


  • 2 کاله دمخه (21/05/2022)
  • سمسور
  • 713

سمسور (۳۱غویی۱۴۰۱) روغتیا وزارت ویلي، چې نړیوال بانک په افغانستان روغتیایي سکتور سره ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده. 

دغه وزارت همداشان ویلي، چې یاده مرسته به په ۳۴ ولایتونو کې د لومړنیو روغتیایي خدماتو پر برابرولو، د روغتیایي کارکوونکو پر معاشونو او د طبي تجهیزاتو پر برابرولو ولګول شي.

باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې روغتیایي خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسي د زیات شمېر خلکو ژوند ننګولی دی.