- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- استاد حبيب الله رفيع
- 1319
په ۱۳۶۸ کال امريکا ته له يوې فرهنګي ډلې سره په رسمي سفر تللی وم، د امريکا په نهو ايالتونو کې وګرځېدو چې په هر ايالت کې به د پوهنتون استادانو په امريکا کې د فيډراليزم او د اقليتونو د حقوقو او له دې سره اړونده مسايلو په باب مالومات راکول.
په مريلېنډ ايالت کې يو لبنانی چې د مريلېنډ د پوهنتون استاد و، موظف و چې موږ ته مالومات راکړي، ده وويل؛
زه د دې په څنګ کې چې د پوهنتون استاد يم، په سپينه ماڼۍ کې د ولسمشر مشاور هم يم او د هغې ډلې مشري راسپارل شوې چې د منځني ختيځ د تحولاتو لپاره لس کلن پروګرام جوړوي. ده وويل دا ډول نورې کمېټې هم شته چې د نړۍ د نورو سيمو تحولات پروګرام کوي او سنجول شوي تحولات پلي کوي.
موږ ته هغه وخت دا خبره تر ډېره حده تشريفاتي ښکاره شوه، خو وروسته حالاتو وښوده چې ولسمشران رښتيا هم تصميمنيوونکي نه دي، بلکې شوي پروګرامونه عملي کوي.
څو کاله وړاندې د ازادۍ راډيو امريکايي مشر کابل ته راغلی و او د ازادۍ راډيو په باب يې نظريات غوښتل.
زه يې هم غونډې ته ورغوښتی وم. د خبرو په ترڅ کې يې وويل؛
د افغانستان لپاره د بوش او اوباما د پاليسيو تر منځ څه توپير وينئ؟
ما ورته وويل؛ هيڅ توپير نه وينو، ځکه د افغانستان لپاره بوش او اوباما پاليسي نه جوړوي، بلکې امريکا يې جوړوي.
ما دا هم ورته وويل؛
په سپينه ماڼۍ کې نړۍ د بېلابېلو برخو لپاره کمېسيونونه ناست دي، د هرې سيمې لپاره لس کلن تحولات پروګراموي او ولسمشرانو ته يې سپاري.
ده وويل، نه ولسمشران د پنځو کلونو لپاره وي، هغوی لس کلن پروګرامونه نه جوړوي. په مجلس کې سېماسمر هم ناسته وه چې د امريکا په سفر کې هم را سره وه، ما هغې ته لاس ونيو او ورته ومې ويل چې دا مالومات موږ ته په ګډه لبناني استاد راکړل، دې هم زما خبره تاييده کړه او بيا مې ورته وويل؛
ولسمشران د امريکا له سنجول شوي پروګرام نه د باندې کار نه شي کولای.
ده وويل، لکه څنګه؟
ما وويل، اوباما قدرت ته له رسېدو سره ژمنه وکړه چې د ګوانتنامو زندان به تړي، خو اوس يې چې لومړۍ دوره بشپړېدونکې ده، بيا يې هم و نه تړلای شوای؟ له همدې سره يې قناعت وکړ او بحث ختم شو.
اوس چې د افغانستان جګړه ورځ په ورځ زياتېږي او سختېږي او اوباما وايي چې دا جګړه به په لسهاوو کلونو دوام کوي، څرګندېږي چې امريکا په افغانستان کې جګړه د لسهاوو کلونو لپاره پلان کړې او دوام به ورکوي.
له دې پوره ثابتېږي چې امريکا زموږ له غمه مړه نه ده او زموږ د امنيت لپاره کار نه کوي، بلکې په منځنۍ اسيا، منځني ختيځ او شاو خوا سيمه کې د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره په افغانستان کې جګړه توده ساتي او اوږدوي يې، څو د افغانستان له جغرافيې څخه د يوه بېڅښتنه هېواد په توګه په خلاص مټ استفاده وکړي او خپلو اهدافو ته ځان ورسوي.
دوی همدا د ناامنۍ په پلمه په افغانستان کې خپل ځواکونه ساتي او زياتوي يې چې په سيمه کې خپل نهايي هدفونه تر لاسه کړي او په وروستۍ نتېجه کې د اسرايلو لپاره په اسيا کې د ژوند کولو د ارام بستر تر جوړولو وروسته او د سيمې د منافعو او منابعو تر لاسه کولو او جذبولو وروسته جګړه ختمه کړي.
په دې اساس د افغانستان ناارامي او جګړه د امريکا له خوا پلان شوې جګړه ده او سادهګان به په دې غولېږي چې امريکا له سيمې وځي او يا د افغانستان په امنيت کې مرسته کوي.
سرخط ورځپاڼه