د ملي مصالحې عالي شورا: د سولې د طرحو د ارزولو او توحید چاره بشپړه شوه.

د ملي مصالحې عالي شورا: د سولې د طرحو د ارزولو او توحید چاره بشپړه شوه.


  • 3 کاله دمخه (09/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1356

سمسور (جمعه - د وري - ۲۰) د ملي مصالحې عالي شورا وايي، ځانګړې کمېټې یې په ترکیه کې د کېدونکي ناستې په تړاو د سولې د طرحو د ارزونې او توحید چاره له پنځو ناستو وروسته بشړه کړې ده.

د یادې شورا یو غړي ویلي، د طرحو د څېړلو په تړاو د کمېټې د غړو د تېرې ورځې ناسته د طرحو پر توحید او نظرونو پای ته ورسېده او ټاکل شوې، چې د شنبې په ورځ د سولې اړوند طرحې مسوده وروستۍ شي. 

همدارنګه د یادې شورا اعلامیه کې راغلي، طرحه کې په ټولیز ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت، د افغانانو پر اساسي حقونو، د بشر حقونو، د رایو له لارې د یوه کس پر ټاکنو، په نظام کې د ټولو پر عادلانه او معناداره ګډون، په هېواد کې د تاوتریخوالي او جنګ پر ختمېدو او د سولې هوکړې د پلي کولو په برخه کې د سیمي او نړۍ پر قوي ضمانت ټینګار شوی.

د ملي مصالحې عالي‌ شورا په داسې مهال د سولې لپاره د یوې جلا طرحې د چمتو کېدو خبره کوي چې ولسمشر غني د مخه په دې تړاو خپله طرحه رسماً اعلان کړې ده.‌

د ولسمشر غني طرحه په دریو برخو وېشل شوې وه، چې لومړی یې سیاسي جوړجاړی، دویمه برخه یې د سولې حکومت او دریمه برخه یې د سولې ایجاد، دولت جوړونه او مارکېټ جوړونه نومول شوې وه.

هغه ویلي و، چې د دې طرحې ټوله موخه یو ځانګړي هدف ته رسېدل دي،‌ او هغه هدف یو خپلواکه، ولسواکه، متحد، بې طرف او متصل افغانستان دی.‌