د ناټو غړي: اوکراین ته خپل سر تېري نه لېږو

د ناټو غړي: اوکراین ته خپل سر تېري نه لېږو


  • 10 مياشتي دمخه (28/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 392

د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان (ناټو) غړو اوکراین ته د خپلو ځواکونو د استولو وړاندیز چې د فرانسې د ولسمشر مکرون له خوا شوی وو؛  رد کړ.

د امریکا، جرمني او بریتانیې په ګډون د ناټو مهمو غړو پرون اوکراین ته د ناټو ځواکونو د استولو له هغه انتخاب سره مخالفت وکړ چې د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون له خوا وړاندیز شوی وو.

د فرانسې ولسمشر وویل چې اوکراین ته د ناټو ځواکونو د استولو په ګډون هیڅ انتخاب باید له پامه ونه غورځول شي.

د فرانسې د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف اوکراین ته د ناټو ځواکونو د استولو او له لویدیځو هېوادونو سره د مقابلې خبرداری ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې روسي ځواکونه توانېدلي چې د اوکراین په جګړه کې د پام وړ پرمختګ وکړي او د اودیوکا ښار ونیسي.