خلیلزاد: که اشرف غني سر زوري نه وای کړې؛ نظام نه ړنګېده

خلیلزاد: که اشرف غني سر زوري نه وای کړې؛ نظام نه ړنګېده


  • 3 کاله دمخه (28/10/2021)
  • عارف سمیر
  • 1162

‏خلیلزاد ویلي سره له دې، چې اشرف غني له درغلیو په ډکو ټاکنو کې بیا ټاکل شوی و او ډیرو کمو افغانانو پکې ګډون کړی وو، خو دوی ټول په دې حیران و، چې غني د خپلې کارې دورې پر پوره کېدو ټینګار درلود.

 

‏خلیلزاد، چې د کارنیګي په نوم یوه څېړنیز مرکز ته خبرې کولې وویل، په داسې حال کې چې افغان سیاسیونو او د مدني ټولنې غړو له طالبانو سره پر یوه سیاسي توافق خبري کړي وې، امریکا غوښتل داسې یو موقت جوړښت رامنځ ته کړي چې دواړو لورو ته د منلو وړ وي، خو د غني لجاجت هرڅه خراب کړل.

 

‏خلیلزاد ویلي، د اشرف غني ستره محاسباتي تیروتنه دا وه چې هغه باور نه درلود امریکا دي له داسې یوې سیمې ووځي‌ چې د هغه په وینا د امریکا پوځیانو او استخباراتو ته د چین، روسیې، ایران او پاکستان په شان د مهمو ستراتیژیکو هیوادونو لپاره فزیکي نږدیوالی ورکوي.

 

هغه دغه  راز زیاته کړې، چې  د غني سر زوري د افغانستان د نظام د سقوط لامل شوه.