چین: د افغانانو پر وړاندې د فشار سیاست سره همغږي نه یوو

چین: د افغانانو پر وړاندې د فشار سیاست سره همغږي نه یوو


  • 1 کال دمخه (23/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 641

په کابل کې د چین سفیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانانو پر وړاندې د نورو هېوادونو د فشار او بندیزونو له سیاست سره همغږی نه دی.

له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې «وانګ یي» په دې لیدنه کې ویلي چې چین په هر ډول حالاتو کې د افغانانو په څنګ کې ولاړ دی او بیجنګ په نورو هېوادونو د فشارونو، بندیزونو او د هغوی په کورنیو چارو کې د لاسوهنې د سیاست پلوی نه دی.

په دې لیدنه کې سراج الدین حقاني ویلي چې اسلامي امارت لهل نړۍ سره په ښو اړیکو باور لري د دوی تګلاره د تعامل او خبرو اترو تګلاره ده.

په دې لیدنه کې دواړو لورو په اسلام  اباد کې د کابل، بیجنګ او اسلام اباد ترمنځ د درې اړخیزې ناستې پایلې مثبتې ارزولې او په بېلابېلو برخو کې یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.

د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلاامي امارت له رسېدو وروسته د کابل او بینجنګ ترمنځ اړیکې تر بل هرو وخت پیاوړې شوې دي.