روسیه: افغانستان کې دې د بهرنیو وګړو امنیت تضمین شي

روسیه: افغانستان کې دې د بهرنیو وګړو امنیت تضمین شي


  • 2 کاله دمخه (16/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 662

سمسور نیوز (۲۵لېندۍ۱۴۰۱) روسیې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي، چې کابل کې پر چینایي وګړو د وروستي برید څېړنه وکړي. 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت کابل کې پر چینایي وګړو د تېرې دوشنبې ورځې برید په کلکه غندلی او پر سرپرست افغان حکومت یې غږ کړی، چې د یاد برید په اړه پلټنې وکړي، چې داعش ډلې یې مسؤلیت منلی و.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې له سرپرست حکومت څخه د بهرنیو وګړو د امنیت خوندیتوب غوښتنه شوې او ویل شوي، چې د داعش پر وړاندې باید د مبارزې د ګړندي کولو لپاره پرېکنده ګامونه واخیستل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په دغه برید کې د پنځو چینایي وګړي د ژوبل کېدو خبر ورکړی و او له خپلو وګړو څخه یې غوښتي و، چې په سمدستي ډول له افغانستانه ووځي.