د ایران ټاکنو کې له پنځوس سلنې کمو خلکو ګډون کړی

د ایران ټاکنو کې له پنځوس سلنې کمو خلکو ګډون کړی


  • 3 کاله دمخه (19/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1310

د ایران هېواد ولسمشریزې ټاکنې ختمې شوې؛ خو د خلکو کمرنګه ګډون نړیوال غبرګونونه پارولي دي.

د ایران بې طرفه رسنیو د راپورونو له مخې د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو د کمرنګه ګډون لامل له حکومته د خلکو نارضایتي او په ټاکنیز بهیر د خلکو بې باروي ښودل شوې ده.

سرچینې وايي، چې کمزوري خدمات، اقتصادي فشارونه او ناسم وضعیت هغه څه دي چې له حکومته یې خلک ناراضه کړي دي،

داسې ویل کېږي، چې د ایران د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې ښایي نن د ورځې په جریان کې اعلان شي.