ټام ویسټ: افغان نجونې له سختو راوني ستونزو سره مخ دي

ټام ویسټ: افغان نجونې له سختو راوني ستونزو سره مخ دي


  • 1 کال دمخه (01/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 557

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وسټ ویلي چې افغان میرمنې او نجونې له جدي روحي او رواني ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

ویسټ پاکستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې افغان میرمنې او نجونې په کورونو کې بندیانې دي او پرته له دې چې آزادانه تګ راتګ وکړای شي او یا زده کړې وکړي، شدید روحي او رواني فشارونه تجربه کوي نوموړي په یوه جلا ټویټ کې ویلي  چې په پاکستان کې یې له یو شمیر  افغان میرمنو  سره کتلي او د هغوی غوښتنې یې اوریدلي دي.

ویست ویلي چې  د افغان  نجونو او میرمنو د شرایطو د ښه والي لپاره باید یوه واحده لار پیدا شي څو هغوی نه یوازې د خپلو اساسي حقونو څخه برخمنې شي بلکې حیاتې مرستې هم ترلاسه کړي