سمسور نیوز (۸سلواغه۱۴۰۱) په ختیځ بیت المقدس کې د یهودانو پر یو عبادتځای کې وسله وال برید شوی، چې په پایله کې یې اووه کسان وژل شوي دي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، دا برید تېره ورځ د ختیځ بیت المقدس په نېوې یاکوف سیمه کې شوی دی.
رسنیو د ځايي پولیسو له قوله لیکلي، بریدګر یو فلسطیني وګړی دی، چې وروسته د پولیسو له لوري وژل شوی دی.
دا برید د «نازي رژیم» له لوري د شپږ میلیونه یهودانو د وژل کېدو د ورځې د یاد غونډې پر مهال شوی دی.
په همدې حال کې د اسرائیلو د پوځ مشر «کوبي شابتي» دا تر ټولو خونړی برید بللی دی.
بل لورته فلسطینانو دا برید ستایلی؛ خو د مسوولیت اخیستو په اړه یې څه نه دي ویلي.
برید یوه ورځ وروسته له هغې وشو، چې اسرائیلي ځواکونو د بیت المقدس په لویدیځ «جنین» ښار کې د عملیاتو پر مهال ۹ فلسطینان ووژل.