د اوسپنې پټلۍ اداره: ژر ده چې افغانستان له چابهار بندر سره ونښلول شي

د اوسپنې پټلۍ اداره: ژر ده چې افغانستان له چابهار بندر سره ونښلول شي


  • 1 کال دمخه (02/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 420

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وايي، چې ډېر ژر به افغانستان د ایران چابهار بندر سره ونښلول شي.

د یادې ادارې سرپرست بخت‌الرحمان شرافت ایراني چارواکو سره تر لیدنې وروسته پرون پر اېکس شبکه «ټوېټر» دغه خبر ورکړی دی. 

نوموړي لیکلي، ټاکل شوې افغانستان ډېر ژر د نیمروز د میلک اوسپنې پټلۍ او د زاهدان اورګاډۍ پټلۍ له لارې د ایران چابهار بندر سره ونښلول شي.

د افغانستان سرپرست حکومت او ایراني چارواکو ترمنځ له تېرې اوونۍ راهیسې دوه اړخیزې لیدنې روانې دي.

د یادو لیدنو په ترڅ کې د افغانستان په چارو کې د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت ځانګړي استازي میرشفیع ویلي، حکومت یې د دغې پروژې د عملي‌کېدو لپاره د چاه‌بهارـ زاهدان پر اورګاډي پټلۍ کار پیل کړی دی.