پاکستان: د پراخ بنسټه حکومت جوړولو لپاره دې پر طالبانو فشار راوړل شي

پاکستان: د پراخ بنسټه حکومت جوړولو لپاره دې پر طالبانو فشار راوړل شي


  • 2 کاله دمخه (25/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1317

سمسور پریس (شنبه د مرغومي ۴) د پاکستان سیاسي ګوندونه وایي، دوی د یوه باثباته افغانستان او د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره پر طالبانو د سیمې د هېوادونو فشار غواړي. 

دوی همداراز ویلي، چې په دې هېواد کې ثبات نه یوازې د افغانانو لپاره مهم دی بلکې د سیمې د هېوادونو په ګټه هم دی ځکه چې د کډوالو د بهېر له ورماتېدو او د ناامنۍ له ورخپرېدو به خوندي وي.

له بلې خوا د پاکستان یو شمېر مذهبي ډلو بیا د خپل هېواد له حکومته وغوښتل چې ملګروملتو ته دې نه ګوري او د طالبانو حکومت دې په رسمیت وپېژني.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې د پاکستان په شمول هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.