بدخشان کې له غره راښکته شوي واورین پړانګ ۳۰ څاروي داړلي

بدخشان کې له غره راښکته شوي واورین پړانګ ۳۰ څاروي داړلي


  • 11 مياشتي دمخه (01/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 423

تېره شپه د بدخشان زېباک ولسوالۍ کې یو پړانګ کلي ته راښکته شوی او د یوه کس ۳۰ څاروي «اوزې او پسونه» یې داړلي دي. 

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبېح‌‌الله امیري وايي، دغه پړانګ نیول شوی او په یو خوندي ځای کې به بېرته خوشې شي.    

د نوموړي په وینا، دغه واورین پړانګان د یاد ولایت زېباک او واخان ولسوالۍ کې ژوند کوي، چې له پاکستان سره ډیورنډ، چین او تاجکستان سره پوله لري.

تر دې وړاندې هم په بدخشان کې واورین پړانګان کلیو ته راښکته شوي او د خلکو څاروي یې داړلي دي.