- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ذبيح الله احساس
- 1204
د کابل دهمزنګ پېښه له هغو ټولو پېښو سره هيڅ ډول توپير نه لري چې له تېرو څوارلسو کالو افغان ولس د نړيوالې ترهګرۍ تر سيوري لاندې د قرباني پر تخته ورسره کښېنول شوی دی.
موږ که چېرې ويښ ملت اوسو، پرته له دې بله هيڅ چاره نه لرو چې سره يو نه شو او د يو ملت په توګه د خپلو ملي ګټو په تعريف باندې ځان پوه نه کړو.
د تېرو څوارلس کلونو په اوږدو کې د ګاونډيو پر مټ د جګړې د نويو اړخونو شاهدان يو. په دغه موده کې مو بايد په کور دننه د سياسي دوکاندرانو په پېژندنه کې ځنډ نه وای کړی.
د دهمزنګ پېښې په ډاګه کړه چې لا هم د دښمن تر ماشې لاندې يو او ترې د ځان خلاصونې همدا لاره لرو چې يو موټی شو، که نه نن د جنبش روشنايي په نامه د خپل ښار سړکونو ته د قرباني لپاره را وايستل شوو، سبا به په بل نامه ايستل کېږو. که نن هزاره وايستل شو، پرون پښتون او تاجک ايستل شوی و. ډېری وخت د همدغه ډول سياسي او قومي دوکاندارانو په لمسون ايستل شوي يو، د يو بل پر وړاندې پارول شوي او تر دې چې وژل شوي يو.
د ۱۳۹۵ لمري کال د زمري پر دويمه د دهمزنګ پر سړکونو پرته وينه د افغان وينه وه چې د کورني سياسي دلال په مټ د بهرني دښمن له خوا د کابل پر سړکونو تويه شوه.
د کابل په دهمزنګ څلولارې کې د شوې چاودنې له امله ۶۱ کسان وژل شوي او ۲۰۷ ټپيان شوي دي. دغه پېښه د هغه لاريون په ترڅ کې شوې چې له ترکمنستانه د ۵۰۰ ولټه برېښنا د مسير د بدلېدو په موخه شوی و.
په دې اړخ خبره نه سره کوو چې په دهمزنګ کې دغه افغانان د کومې غوښتنې لپاره راوتو ته مجبور شوي وو. د دوی غوښتنه که هر ډول وه، خو په مدني بڼه ترسره کېده؛ خو د فکر ټکی همدلته دی چې دښمن د افغان ولس د وينې توېدنې، د ولس او د ولس و حکومت تر منځ د واټن پيدا کېدو هيڅ زمينه له لاسه نه ورکوي.
د وير ځای همدلته دی چې زموږ ولس په سياست کې د سياسي دوکاندارو دلالي ته ډېر پام نه کوي، بس هر چا چې له ژوبلې ګوتې ونيول، په اسانه يې په مجبوره څېره د ښار تر واټونو رسولای شي، بيا نو دلته د دوی د ساتنې ټوله پړه بېرته په همدې خوار ولس ده.
زه نه پوهېږم چې ولې لا هم د دښمن د ګټو په موخه د خپل حکومت پر وړاندې د مدني حرکتونو پر زاويو نه پوهېږو، برخه پکې اخلو، پکې وژل کېږو؛ خو بيا مو هم سر نه خلاصېږي.
د همدې جنبش روشنايي ډلې ډېر ګډونوال چې د کيسې په اصلي ماهيت پوه شول، ترې ډډې ته شول او د ځينو اړخونو د سپړنې په تړاو يې هم اشارې وکړې.
د ياد جنبش يو اړخ ـ حزب اعتماد مردم افغانستان ګوند و چې تېره پنجنشنه «چنګاښ۳۱مه، ۱۳۹۵» يې له جنبش روشنايي څخه ځان ډډې ته کړ او د بهرنيو اړخونو د ښکېلتيا د ښکاره کېدو هڅې يې هم پکې وکړې.
د دغه ګوند مشر محمد امين محمدي په ښکاره وويل چې په جنبش روشنايي کې د ځينو بهرنيو هېوادونو جاسوسان ښکېل دي چې غواړي له دغه حرکت څخه د يو قوم په اډانه د حکومت او ولس تر منځ واټن پيدا کړي.
محمدي د کوم بهرني هېواد نوم نه دی په ډاګه کړی، خو له لږ فکر کولو سړی دې ته رسېږي چې دغه چاره د ګاونډيو هېوادونو پر لمسون او ملاتړ ترسره کېدای شي.
پاکستان چې په افغانستان کې د هر ډول ټروريسټي کړنې ملاتړی هېواد دی، په ورته پېښو کې يې ايران هم دلچسپي اخيستونکی هېواد دی. دغه هېواد چې په تېره لسيزه کې د فرهنګي يرغلګر هېواد په نامه ډېر پېژندل کېږي، د افغانستان د مرکزي سيمو په ولسونو کې د ځينو سياسي دلالانو په مټ د ځای پېدا کېدو خورا هڅې کوي.
له ترکمنستانه د برېښنا د لېږد د پروسې نږدې ټول اړخونه ولس ته په ډاګه شوي. تر دې چې مرکزي سيمو ته د برېښنا د لېږد په اړ ځانګړې پروژې د پيل کېدو خبرونه هم ورکړل شول، خو بيا هم جنبش روشنايي روان ساتل کېږي چې تر پوښتنې لاندې مساله ده؟
د دهمزنګ د پېښې ډېری قربانيان به د کابل د عادي کورونو اوسېدونکي وي، دوی ته به مرکزي سيمو ته د برېښنا د لېږد د وروستيو پرمختګونو هغه اړخونه نه وي سپړل شوي چې له امله يې ممکن دوی له ورته حرکته ډډه کړې وای.
اوس نو د افغانيت او انسانيت ټول اصول همدا وايي چې دهمزنګ د قربانيانو ملاتړ وشي.
که موږ د يو ملت په توګه وړاندې لاړ نه شو، په دې وړو نومونو په اسانه تر نښې لاندې راتلای شو او وژل کېدای شو. د دهمزنګ پېښه د قوم په توګه د تګ له ټولو ستره بېلګه ده چې په اسانه پکې قرباني شوو.
حکومت ته بويه چې د يادې پېښې ټول اړخونه سم وڅېړي، د قربانيانو له کورنيو سره د لاسنيوي تر څنګ بايد د پېښې کورني اړخونه هم بربنډ کړي چې بيا په هېواد کې د سياسي او مدني حرکت په نامه له شته جمهوريته ناوړه ګټه پورته نهشي.
سرچينې:
• پژواک خبري اژانس، د کابل په ننۍ پېښه کې ۸۰ کسان وژل شوي او ۲۳۴ نور ټپيان شوي دي. د زمري۲مه، ۱۳۹۵ شمسي.
• پژواک خبري اژانس، د روشنايي جنبش لاريون پيل شو. د زمري ۲مه، ۱۳۹۵لمري کال.
• راديو ازادی، حزب اعمتاد مردم افغانستان: در جنبش روشنايی جاسوسان خارجی فعاليت دارند، د چنګاښ۳۱مه، ۱۳۹۵لمري.
سرخط ورځپاڼه