حکومت: که پر رسمیت ونه پېژندل شو؛ ستونزې به رامنځ‌ته شي

حکومت: که پر رسمیت ونه پېژندل شو؛ ستونزې به رامنځ‌ته شي


  • 2 کاله دمخه (03/12/2022)
  • سمیر احمد
  • 766

سمسور نیوز (۱۲لېندۍ۱۴۰۱) افغان حکومت وايي، سره له دې چې په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې؛ خو نړیوالې ټولنې ا ا په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ا ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، تر اوسه د نړۍ قدرتونه له ا ا سره د رسمیت پیژندنې په اړه "اصلي هوکړې" ته نه‌دي رسېدلي او دا ستونزې زېږوي.  

د نړیوالو چارو شنوونکي پر دې باور دي، چې د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالو د شرایطو پوره کول او په ځانګړې توګه نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړه به د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره لاره خلاصه کړي.