د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحيې اړوند پنځم ګذر سيمه کې د ښاروالۍ په چوکاټ کې د ولسي تړون او ولسي ونډې په شاوخوا نهه ويشت ميليونه افغانيو مالي لګښت نږدې شپږ کيلومتره سړک په کانکريټي ډول جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د دې سړک په اوږدو کې ۴۹۴۸ متره ويالې، ۲۲۲۰ سلبونه، ۱۲ پلچکونه او همدا راز په ۱۹۳۵ متره ويالو باندې جالۍ هم اچول شوي دي.
دا پروژه په دوو کالونو کې بشپړه شوه، چې ۱۱۹۹ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.