حضرت علي: دوحه کې د سولې روانې خبرې یوه ډرامه ده

حضرت علي: دوحه کې د سولې روانې خبرې یوه ډرامه ده


  • 4 کاله دمخه (12/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1297

 

دوحه کې د سولې روانو مذاکراتو ته له هیله مندیو سره سره د ولسي جرګې ځیني غړي ددغو خبرو پایلو ته خوشبین نه دي.

دولسي جرګې غړي حضرت علي ننګرهار کې یوې ولسي غونډې ته وینا کې د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ د سولې روان مذاکرات بي ګټي وبلل.

حضرت علي وایي طالبان غواړي چې یواځي له مذاکراتو نه په ګټني امتیازات تر لاسه کړي.

د ولسي جرګې دا غړی  د افغان سولې پروسه کې د پاکستان په همکارۍ هم شکمن دی

نوموړی وایي له تېرو څولسېزو راهیسي پاکستان د افغانستان په اړه ښه نیت نه دی ښودلی او د سولې په پروسه کې د همکارۍ ژمنې یې هم د افغان ولس او نړیوالو د تېر ایستلو هڅې دي.

نوموړی په هېواد کې د سولې مذاکراتو له پیل سره سم د نا امنیو په زیاتېدو هم اندېښمن دی او په افغان سیاسیونو یې نیوکه وکړه چې د روان وضعیت د بدلون لپاره یې هیڅ مسؤلیت نه دی اداکړی.

د حضرت علي دغه څرګندونې داسې مهال دي چې ویل کیږي دوحه کې د شلو ورځو لپاره د مذاکراتو د ځنډېدو امکان موجود دی او دواړه مذاکراتي ټیمونه د دوشنبه په ورځ په دې اړه خپله نهايي فیصله اعلانوي.