امریکا: له افغان پوځ مو ملاتړ تلپاتې دی؛ یوازې یې نه‌پرېږدو

امریکا: له افغان پوځ مو ملاتړ تلپاتې دی؛ یوازې یې نه‌پرېږدو


  • 3 کاله دمخه (11/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1469

د امریکا ولسمشر جوبایډن یوار بیا ویلي، چې امریکا به د افغان ځواکونو تجهیز، تمویل او په مختلفو نورو برخو کې خپلې مرستې دوامداره وساتي. 

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ ناوخته په واشنګټن کې کړې او ویلي یې دي، چې امریکا به له افغان حکومت او په خاص ډول د افغان پوځ سره خپلې هر ډول مرستې جاري وساتي. 

ښاغلي بایډن دغه‌راز له خپلې هغې پرېکړې دفاع کړې، چې له افغانستانه یې د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله کړې وه.

ولسمشر بایډن وایي، امریکا په تېرو شلو کلونو کې درې سوه زره افغان پوځیان روزلي او تجهیز کړي؛ نو په‌کار ده چې دوی د خپلې خاورې لپاره جګړه وکړي او دی ټينګار کوي، چې امریکا پر خپلو ژمنو ولاړه ده. 

بل‌لورته امریکا وایي، په افغانستان کې به هر هغه حکومت په نړیواله کچه په رسمیت ونه‌پېژندل شي، چې د زور له لارې رامنځته شوی وي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، امریکا او متحدین به یې په افغانستان کې هر هغه راتلونکی حکومت په رسمیت وپېژني، چې د سیاسي توافق په نتیجه کې رامنځته شوی وي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغان‌سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا دوحې ته تللی؛ څو طالب  مشران له افغان‌حکومت سره د خبرو مېز ته وهڅوي.