سمسور نیوز (۲۱کب۱۴۰۱) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ګاونډو هېوادونو د همکارۍ او مرستې پر اړتیاوو ټینګار کړی دی.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوی د شنبې پر ورځ تهران ته رسېدلی دی.
ایران او ازبکستان تل د افغانستان د ثبات لپاره د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.