د ا.ا مشر: خلک به د شک له مخې نه بندیانوئ

د ا.ا مشر: خلک به د شک له مخې نه بندیانوئ


  • 1 کال دمخه (11/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 679

سمسور نیوز (۱۹تله۱۴۰۱) د افغانستان د ا.ا مشر د استخباراتو له مسؤلینو غوښتي، چې خلک د شک له مخې بندیان نه کړي، بلکې د کره اسنادو پر اساس دې ونیسي او محکمې ته دې وسپاري.   

د ا.ا مشر پرون د ۳۴ ولایتونو له استخباراتي مسؤلینو سره ناسته کړې ده.   

نوموړي په دې ناسته کې ویلي، چې د خلکو حقوق باید خوندي وي او د دوی د حقونو لپاره باید د محاکمو څارنه وشي.   

هغه د شرعیت په بشپړ تطبیق ټینګار کړی او له مسؤلینو یې په تېر یوه کال حکومتولۍ کې د شریعت پلي کولو حساب غوښتی.

ملا هبت الله زیاته کړې، چې د ښځو د حقوقو په اړه یې شپږ ماده‌ییز فرمان باید تطبیق شي؛ خو د نجونو د زده کړو په اړه یې څه نه دي ویلي.