افغان پاسپورټ د نړۍ ترټولو بې‌اعتباره پاسپورټ وپېژندل شو

افغان پاسپورټ د نړۍ ترټولو بې‌اعتباره پاسپورټ وپېژندل شو


  • 1 کال دمخه (17/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 839

سمسور نیوز (۲۵تله۱۴۰۱) د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا په نړۍ کې له کم باوري پاسپورټونو څخه پېژندل شوی او په وروستي کتار کې ځای لري.

د هنلي ګوبل د تازه درجه بندۍ له مخې، جاپان د نړۍ د اعتبار لرونکو پاسپورتونو په سر کې دی. 

تر جاپان وروسته د سنګاپور او جنوبي کوریا پاسپورتونه په دغه نوم لړ کې دوهم او درېیم راغلي دي.   

خو تر افغانستان دمخه د عراق، سوریې او پاکستان پاسپورټونه ځای لري.  

په دې درجه‌ بندۍ کې ويل شوي، چې د افغاني پاسپورټ لرونکی د نړۍ ۲۷ هېوادونو ته سفر کولای شي.