د خبریالانو دخوندیتوب لپاره دې بېړني اقدامات ترسره شي.

د خبریالانو دخوندیتوب لپاره دې بېړني اقدامات ترسره شي.


  • 3 کاله دمخه (05/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1617

 

د بې پولو خبریالانو ټولنې په افغانستان کې د خبریالانو د وژنو د بندېدو غوښتنه کړې. د دې ټولنې د افغانستان او ایران د څانګې مسوول رضا معیني ویلي، چې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره عاجلو او عملي اقداماتو ته اړتیا شته، چې باید ترسره شي.

 

ښاغلي معیني زیاته کړه: موږ له افغان چارواکو په دې برخه کې جدي څېړنې غواړو او له نړیوالې ټولنې، په تېره له امریکا، جرمني او فرانسې غواړو چې د جرمونو د نړیوالې محکمې په تحقیقاتو کې د دې جنایتونو د ور زیاتولو په هدف د بې پولې خبریالانو د ټولنې د غوښتنې ملاتړ وکړي.

 

په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو د وژنې له کبله اندېښنې وروسته له هغه لا زیاتې شوې، چې د انعکاس د خصوصي ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې په دوو جلا حملو کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې ووژل شوې او د دې وژنو مسوولیت هم داعش ډلې منلی دی.

 

باید یاده شي، چې په روان هجري لمریز کال کې لږ تر لږه لس خبریالان په افغانستان کې په هدفي حملو کې وژل شوي دي.