له قرغیزستان غوښتنه؛ د سوداګرۍ برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې حل کړئ

له قرغیزستان غوښتنه؛ د سوداګرۍ برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې حل کړئ


  • 8 مياشتي دمخه (25/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 358

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د قرغزستان جمهوریت د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر امان ګلدیف دانیار سره په کتنه کې ویلي چې د دغه هېواد له لارې دې له چین سره په سوداګرۍ کې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې زیاتي شي.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت اقتصادي پروژې پیل کړې او دوی چمتو دي چې پر کاسا زر پروژې هم عملي کار پیل کړي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، دانیار په دې لیدنه کې ویلي چې هېواد یې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې غواړي او اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخېدو په برخه کې غوره فرصت رامنځته شوی.

د یادونې ده چې کابل ته د قرغزستان د اقتصاد وزیر په خپل سفر کې له ځان سره یو شمېر قرغزي سوداګر هم راوستي، ترڅو دلته له خصوصي سکتور او افغان حکومت سره په یو شمېر سوداګریزو برخو کې خبرې وکړي.