- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- صلاح الدين صالح
- 1280
اټکل دی، د پاکستان او امریکا اړيکې ترینګلې کېږي
د پاکستان د ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز ویلي، امریکا هڅه کوي، پاکستان د افغانستان د ګټو قرباني کړي.
د ده په باور، له امریکا سره یې په ورستیو کې اړیکې د ځینو قراردادونو پر سر او همدارنګه د ځینو پخوانیو توافقاتو د ملغا په سبب بېخونده شوې او داسې اېسي چې امریکا افغانستان ته په سیمه کې د پاکستان د بدیل په توګه لاس ورکوي.
په پاکستان کې کارپوهان په دې باور دي چې امریکا له طالبانو سره خپلې اړیکې جوړې کړې او لګیا ده د خپلې خوښې طالبانو یوه ډله جوړول غواړي چې دا ډله به د پاکستان د ګټو خلاف وي.
ظاهراً خو اشاره ټولو طالبانو ته کېږي، خو په حقیقت کې پاکستان د قطر له دفتر څخه په وېره کې ده، ځکه چې هم له پاکستان سره اړیکې ساتي، دغه هېواد ته سفرونه کوي یا د هغو طالبانو استازي ورغواړي چې پاکستاني پاسپورټونه لري، خو په حقیقت کې د یو کال په اوږدو کې د قطر د طالبانو دفتر او امریکا ترمنځ په څه نویو تحرکاتو او فعالیتونو هوکړه شوې ده.
پاکستان داسې حدث وهي چې پاکستان لګیا دی، د حقاني شبکه غښتلې کوي او د طالبانو ځایناستې کوي یې او د پاکستان نفوذ ورباندې کموي، دغه راز امریکا له افغان دولت سره په ګډه کار کوي چې د کوټې شورا له منځه یوسي، پر طالبانو یې تاثیرات کم کړي او هم هڅه کوي د طالبانو مدیریت له کندهارۍ حوزې څخه یوې بلې کتلې ته د بلې سیمې په ادرس تغیر کړي.
دا خبرې یوازې د ملا منصور له مرګ سره نه دي راپورته شوې، څه مهال وړاندې د امریکا سنا پرېکړه وکړه چې له پاکستان سره په کومکونو غور وشي، د الوتکو قرارداد یا لغوه شي یا پاکستان یې باید قیمت له خپلې بودجې پرې کړي.
دغه راز امریکا باندې پاکستان شک کوي چې له چین سره د نږدې توب په سبب امریکا پاکستان ته څټ اړولی او اوس یو خپل سیسټم په کار اچوي چې طالبان په خپل سیاست او سټراټېژي راوڅرخوي.
د ملا منصور مرګ لا هم روښانه نه دی چې پاکستان د مالوماتو په شریکولو کې له امریکايي ډرون سره مرسته کړې که نه، خو پاکستان خپله ادعا کوي چې امریکا، افغان دولت او حقاني نیټورک په ګډه د ملا منصور د مرګ تابیا وکړه.
مالومات حقاني شبکې ورکړل، افغان دولت دا اړيکې جوړې کړې او امریکا هغه وویشت.
د حقاني د زوی یو لیک رسوا شوی چې په ډاګه کوي چې د کوټې شورا نور خپل نفوذ نهشي اعمالولای او په کار نه ده چې دا شورا نوره له اختلافونو سره سره په خپل حال پاتې شي.
پخوا هم چې کله د کوټې د شورا اختلافات زیات شول، نو د حقاني زوی د پاکستان د فشارونو په سبب د هغوی د ستونزې د حل کوشش وکړ، اما هغه وخت پاکستان د حقاني زوی اړ کړی و چې په کار لاس پورې کړي.
په تازه کې پاکستان یوه بله لوبه هم د افغانستان لوري ته وبایلله دا د چابهار بندر ته د افغانستان د لاسرسي هوکړه وه.
پاکستان د ګودار بندر د اجازې لپاره په ظاهره وخت ضایع کاوه، خو په خفیه کې یې افغان دولت ته د ډېورنډ پر کرښه د پاکستاني پوځ او سټبلشمنټ د تسلط تجویز کړی و.
اوس چې افغان تجارت د پاکستان محتاجه نه وي او له هند سره یې تجارتي اړیکې نورې هم له بل مسیره غښتلې شي، دا د پاکستان د دوو حریفانو بری دی او پاکستان د ژرندې د دوو پلونو په منځ کې راګېر کېږي.
داسې ښکاري چې پاکستان په یوه وخت ډبله لوبه کوله، له یوې خوا یې د ترهګرۍ د ځپلو په نوم له امریکا پیسې، وسلې او الوتکې اخيستې او له بلې خوا یې طالبان اوس تازه روسانو ته ورپخلا کول.
روسانو له ملا منصور سره د خبرو ډېر پرمختګ کړی و او په دې توګه دوی په ګډه غوښتل چې طالبان پیاوړي وساتي.
په دې کار کې د روسانو ګټه دا وه چې طالب د داعش پر ضد وجنګېږي او روس ته ګواښ راکم کړي او د پاکستان ګټه دا وه چې طالبان د دوی د ګټو د ضامن په توګه په دوامداره توګه په افغانستان کې وجنګېږي او نظام کمزوری وساتي.
داسې ښکاري چې پاکستان بیا له امریکا سره معاملې ته ځان جوړوي، غواړي یوه ګوله له لاسه ورکړي او لس نورې هضم کړي، خو د پاکستان حالات او په سیمه کې له افغانستان سره د نورو هېوادونو اړیکو پراختیا د دې سبب ده چې پاکستان یا حاشیې ته ولېږدوي او یا بیا د طالبانو په سر لکه په ۲۰۰۰ کال کې معامله وکړي.
که دویم انتخاب یې وکړ، نو دې کې شک نهشته چې د روسانو، چین او پاکستان به ټکر راځي او دا په دې سبب چې پاکستان به د داعش حامي وي او که حامي وي، نو بیا به روس هم او چین هم پاکستان ته د دښمن په سترګه وګوري او په داسې حالاتو کې پاکستان نهشي کولای، دوه هندواڼې په یوه لاس کې ونیسي.
سرخط ورځپاڼه