امیر خان متقي او ورسره پلاوي نن د عمران خان سره لیدلي دي.

امیر خان متقي او ورسره پلاوي نن د عمران خان سره لیدلي دي.


  • 3 کاله دمخه (12/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1096

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، ښاغلي متقي له عمرانه خان غوښتي چې د تورخم او چمن له لارې د تګ راتګ او سوداګریزو توکو انتقال کې شته ستونزې حل کړي.

‏عبدالقهار بلخي وايي، "عمران خان ژمنه وکړه چې د پاکستان له لارې د افغان توکو ټرانزيټ کې به پاموړ اسانتيا راشي، د واګه بندر له لاری به د هند هیواد مرسته شویو غنمو ته اجازه ورکړي."

‏د بلخي په خبره، پاکستاني لوري همداراز ژمنه وکړه چې "د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو، د بشري مرستو تداوم او په نړیواله کچه د افغانستان موجودو سیاسي ستونزو حل او بشري مرستو په جلب او جذب کې به د همکارۍ زمينو برابرولو لپاره هڅې کوي‌."