په ارزګان ولایت کې د ۱۶۵،۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د شفلوغ بند جوړولو چارې پیل شوې.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د شفلوغ بند د پرانېستې په مراسمو کې د دې بند جوړولو هدف د اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پياوړتیا او د موسمي سېلابونو کنټرول بللي دي.
نوموړي زیاته کړې، د اوبو او انرژۍ وزارت په پام کې لرې چې په ارزګان ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې هم پلې کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، شفلوغ بند د ۸۵۴ زره او ۱۰۶ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او ۲۵۹ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.