جیو نیوز خبري شبکې په پاکستان کې د جعلي وېزو او روغتیایي اسنادو له امله د نهو تنو افغانانو د نیول کېدو راپور ورکړی دی.
یادې رسنۍ نن په یوه راپور کې ویلي، چې دا افغانان په تېرو درو ورځو کې د کراچۍ په جناح نړیوال هوايي ډګر کې د انساني قاچاق ضد (F.I.A) ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې دغو کسانو غوښتل په یادو اسنادو سره د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته لاړ شي او تر نیول کېدو وروسته د F.I.A قطعې زندان ته لېږدول شوي دي.