له ملګرو ملتونو د عبدالله غوښتنه؛ له مرستو مو مننه، خو دوام یې غواړو

له ملګرو ملتونو د عبدالله غوښتنه؛ له مرستو مو مننه، خو دوام یې غواړو


  • 9 مياشتي دمخه (17/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 461

د پخواني حکومت اجرایئه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو پر دوام ټینګار کړی.

نوموړي د یوناما له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل او د سیاسي برخې له مسوول سکات سمېت سره په لیدنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول مهم بللی دی.

عبدالله عبدالله پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې له افغانستان سره د یاد سازمان له مرستو مننه کړې؛ خو ټینګار یې کړی، چې دا مرستې باید دوامدراه شي.

نوموړی په داسې حال کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو په مرستو ټینګار کوي، چې د خوړو نړیوال سازمان ویلي، دوی په افغانستان کې د مرستو لپاره ۷۶۰ میلیونه ډالرو بودجې ته اړتیا لري.