د احساس خبره


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمدیار یار
  • 1224

 ذبیح الله احساس د افغانستان په شمال کې خبریال، لیکوال، ویناوال، اندیال او فرهنګي و مدني فعال دی؛ داسې یې وبولئ چې یارانه مې ور سره نږدې یوې نیمې لسیزې ته رسېږي. 

په کندهار کې مې ور سره بانډارونه کړي، په کابل کې ور سره چکرو ته تللی یم او په مزار کې مې ورسره په غونډو و مجلسو کې برخه اخیستې ده.
په هره ناسته، په هره مېله، په هر سفر و حضر کې مو د خبرو او خوالې تمرکز پر افغانستان، افغان ولس، افغاني ارزښتو او افعاني غمیزو و ناخوالو وو، همېشه مې هیله ځنې دا وه چې قومي و ژبني مسایل پړسول او لمنه ورته وهل د دې وطن لپاره زهر قاتل دي او ده هم په دې نظر کې هیڅکله راسره یوه ذره هم مخالفت نه دی کړی. 
اما زما اندېښنه به تل دا وه چې په کابل کې مې ځينې سیاسي دلالان، قومي ټېکه‌داران او ژبني کار و باریان پېژندل چې له احساس سره به یې رابطه لرله او ډېره غوښتنه به یې دا وه چې دغه بااحساس ځوان د هغو قومي و ژبنیو مرداریو په ډنډ کې داسې غوټه کړي چې د زیان ملاماتوونکي بار ته یې دی، د ده کورنۍ، د ده ملګري، د ده وطن او د ده وطنوال اوږه ور کړي. د هېواد د عروج معراج ته د رسېدو په لار کې یې ساه وروسوځوي او نامشروع ګټه یې یوازې د همدې یو څو معامله ګرو، وږيو جېبو ته ورتوی شي. 
دوی یو شمېر دغسې غونډې- منډې، تحرکات و اقدامات وکړل، که څه هم ظاهراً د اصولو خلاف نه ول، مګر دقیق انسان یې تر شا د وطن ورانوونکيو اهدافو شتون محسوسولای شوای.
زما یوه ترخه خاطره دا ده چې څو کاله وړاندې په کندوز کې (ریدي ګل مشاعره) وه. د هغې پر وړاندې استاد لال پاچا ازمون او نورالحبیب نثار سخت غبرګون وښود او ادعا یي وکړه چې په دې فرهنګې فعالیتونو کې له کابله ځیني غرضي لاسونه خوځي او نتېجه به یې د دغو ځوانو فرهنګي فعالانو د ذوق و احساساتو ترور وي، مګر اول سړی چې د دغو دوو استادانو پر ضد یې د مخالفت اشتباه وکړه، هغه له بده مرغه زه وم او ورته ومې ویل چې تاسې سم نه یاست، خو نن دې نتېجې ته رسېدلی یم چې دوی سل په سل کې برحق او دقیق ول او زه ښه پوره احساساتي.
مګر ذبیح الله احساس دا ټول حساسیتونه و نزاکتونه تر هر چا په لا ډېر دقت څارل، هغه د نورو د بې ځایه هڅونو په څپو کې نه لاهو کېده او هغه له واقعیتو څخه خپله د درک تمرین کاوه.
 تېر کال په کابل کې د ده په نمانځغونډه کې د سټېج له سره په چیغو، ان د ارواپوهنې او طبي اساساتو په استناد، ورته وویل شول چې ته احساس یې! باید احساساتي چلن وکړې! موږ یې پرته له احساساتو نه شو ګټلای!
 ښه، دا خو د څېړنې لپاره بېله سوژه ده، مګر احساس خپله لار خپله وهله، په سړه سینه او په پام سره.
بالاًخره مې په (سرخط) ورځپاڼه ۲۲- مه ګڼه کې د ده یوه لیکنه تر دې سرخط لاندې ولوسته: (جنرال ګرم دی؛ خو قومي سیاستمداران دې په شمال کې سیاسي لوبه نه کوي)
دلته یې له جالبو واقعیتو سره تماس نیولی چې له یوې خوا یې درک د آفرین وړ دی او له بله پلوه د دغه درک د بیان جرئت.
ده ته هغه کسان د قومي سیاست سوداګر ایسېدلي چې ډول یې غاړې ته اچولی او نارې وهي چې جنرال دوستم په شمال کې قومي ملیشې جوړوي او د پښتنو قومي تصفیې ته یې ملاتړلې ده.
 ښاغلي احساس د جنرال د ضعف اړخو ته هم ګوته نیولې، خو دا چې هغه د ملېشو د یوه ناقانونه جنګسالار پر ځای، د مرکزي حکومت د دويم لمبر سړي په صفت د جنګ ډګر ته وردانګلي، نو دا یې یوه ضروري چاره بللې؛ هغه دا رد کړې چې جنرال دې هلته پښتانه ځورولې وي، بلکې د یوه بامسوولیته خبریال په توګه یې حقیقت ویلی چې هلته طالبانو محشر جوړ کړی وو او طالبان پښتانه ول، هغه لیدلي چې پښتنو اربکیو پر پښتنو ځمکه سره تبۍ ګرځولې وه، خو د پښتانه پر کور یې د ازبک او نورو قومو د مېلمستیاوو درنښت و صمیمت هم لیدلی او ډېرې نورې جالبې نقطې.
 ځوان احساس قومي بنسټپالو او سیاستبازانو ته په خطاب کې ویلي چې د وخت په سیاسي بازار کې دې پاکستاني توکي نه پلوري، دغه جمله یې سړي ته د جنرال هغه جالبه جمله ور یادوي چې ویلي یې ول؛ هغه څوک چې په شمال کې د پوځي پر ځای د قومي تصفیې خبره کوي، نو دا د ( ای، ایس، آی) خبره ده چې تر خپل ستوني یې راباسي.
دا ډېر په زړه پورې بحث دی، یو بل وخت نورې لیکنې هم ورباندې لازمې بویه.
سرخط ورځپاڼه