سیګار؛ ښایي په افغانستان کې د امریکا مرستې د سخت‌دریځو ډلو لاسته ورشي

سیګار؛ ښایي په افغانستان کې د امریکا مرستې د سخت‌دریځو ډلو لاسته ورشي


  • 3 مياشتي دمخه (18/07/2024)
  • سمسور نیوز
  • 151

سیګار یا په افغانستان کې د امریکایي مرستو پر ځار اداره وایي، په افغانستان کې لا هم دا ویره شته چې د امریکایي لوري مرستې دې سخت‌دریځو ډلو ته په لاس ورشي. رویټرز خبري آژانس د سیګار د نوي راپور په بنسټ لیکلي، د سرپرست حکومت د امریکا بشري مرستو په نوم پیسو ته بیلابیل بنسټونه او تاکتیکونه کارولي دي. د سیګار راپور زیاتوي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت لا هم په دې نه‌دی بریالی شوی چې افغانستان ته د ورکړل شوې ۲۹۳ میلیونه ډالرو مرستې په تړاو وضاحت ورکړي. سیګار په راپور همداراز راغلي چې دې موده کې امریکا افغانستان سره یوازې بشري برخه کې نژدې درې میلیارده ډالره مرسته کړې ده.