حامد کرزی: حکومت دې د خلکو غوښتنې ته درناوی ولري، ښوونځي دې پرانېزي

حامد کرزی: حکومت دې د خلکو غوښتنې ته درناوی ولري، ښوونځي دې پرانېزي


  • 2 کاله دمخه (15/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 621

سمسور (۲۵غبرګولی۱۴۰۱) پخواني ولسمشر حامد کرزي له سرپرست حکومت یو وار بیا د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

د هغه له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت باید د افغان ولس غوښتنې درناوی ولري او هر څه ژر د نجونو ښوونځي پرانېزي.

اعلامیه کې ویل شوي، چې له پردي احتیاجه د هېواد د خلاصون یوازېنۍ لار زده‌کړې دي.

اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو دیني علماوو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو مکرره غوښتنه کړې، چې په دوام یې دا ځل د بادغیس علماوو له نوي حکومته د نجونو د ښوونځیو دوباره پرانیستل غوښتي دي. 

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت واک ته د بیا رسېدو نن لس میاشتې پورې شوې؛ خو لا یې هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي.