د مفتي داړې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حفيظ الله تراب
  • 1092

پلار ته مې دې خدای انصاف ورکړي، په درېيم ټولګي کې وم، چې برناحقه يې له ښوونځي نه بهر او په مدرسه کې داخل کړم. 
مدرسې ته چې لاړم، نو په يوه او دوو کې ګېر شوم د استاذانو د رويې شدت او د نويو درسونو سره اشنا کېدل، راته په لومړيو ورځو کې لوی پېټی ښکاره کېده. د تېښتې لار مې نه وه، اخېر له سختو او مسافرۍ سره ورو ورو روږدی شوم، خو بيا هم داسې ورځ به نه وه چې د ښوونځي د وختونو ټولګيوال به مې نه یادېدل.
زموږ د درسونو د محتوی ډېره برخه د اخېرت د ثوابونو د ګټلو، د جنت د تر لاسه کولو او دنيا سره د کرکې په برخه کې وه.  هماغه و چې  د وخت په تېرېدو سره راته د دنیا نور خلک  لوی لوی ګناهکاران او خپله خبره به راته د کاڼي کرښه ښکاره کېده. 
ټولګي ته به پر نورو استاذانو سربېره کله نه کله د مفتي صيب په نامه داسې يو څوک چې په سترګو کې يې ځانګړی اغېز و، هم  راته. هغه په موږ درسي ساعت نه درلود، خو د حورو، غلمانو او جنتونو خوندورې کيسې به يې کولې. د مفتي صيب خبرې به په داسې انداز وې چې هلکان به  يې خامخا پر ځان مینول.
په پای کې د مفتي صيب په خبرو دومره مين او ګروهمن شوم چې د نورو استاذانو درسونو ته به مې سم غوږ نه نيوه او د هغه د راتللو شېبې به مې شمارلې.
له مفتي صيب سره د مينې له کبله مې خپل وروڼه، وړې خويندې او مور چې سترګو ته به مې ولاړ وو، هم داسې  هېر کړل، لکه څوک چې دنيا ته يتيم راغلی وي.
په دغه وخت کې به ایله د اوولسو کلونو وم، د مفتي صيب د جنت، شهادت او د هغه ځای د نعمتونو کيسو مې په زړه کې ځای ونيو. د هغه پرله پسې خبرو داسې کړم چې د دنيا ډېر مسلمانان راته سوچه کافر او واجب القتل ښکاره کېدل. ژوند راته يو بې مفهومه شی ښکاره شو او پر ذهن به مې تل د جنتي حورو او غلمانو مينه خپره وه.
خو يوه ورځ چې ټولګي ته لاړم، نو حیران په دې شوم چې دا ځل مې په ټولګي کې پخواني ټولګيوال ډېر کم او ډېر يې زما د عمر هلکان، خو تر ما هم ساده ګان ښکاره کېدل. 
ما لا هغوی ته د سترګو لاندې کتل چې مفتي صيب په سپينو جامو کې راغی، د هغه د هاغه ورځې خبرو له پخوا سره توپير درلود. ويې وویل:
ـ نن خو راته تاسې بېخي د جنت شهزادګان ښکارئ. ستاسې د هر يوه په څېره کې راته د جنتي نور وړانګې له ورايه ښکاري. د شکر ځای دی چې منان خدای خپلو جنتيانو ته په دې دنيا هم د حورو او غلمانو بشارت ورکوي. لوی خدای کله هم د شهيد وينه نه ضايع کوي. يو انسان چې د خدای په لاره کې دومره قرباني ورکوي، نو د هغه قرباني به څنګه بې بدله پاتې شي؟!. 
هغه نورې خبرې هم وکړې چې د غرمې د ډوډۍ وخت شو.
د خوراک ځای ته چې  ورسېدو، نو حيران شوم. د هغې ورځې خوراک د نورو ورځو په پرتله ډېر ښه او ښه خو لا دا وه چې په دې ورځ يې داسې رنګين شربتونه ايښي وو چې موږ کله هم ليدلي نه وو. د خوراک په وروستيو شېبو کې مفتي صيب په شمارلو قدمونو راغی او په مهربانۍ او موسکا يې وويل:
ـ جنتيانو! مشروبات ډېر وڅښئ، داسې ورځ کله کله وي. موږ بې د هغه له هدايته هم ګيلاسونه ګيلاسونه څښلي وو، خو د هغه په بيا تاکيد مو ټول بوتلونه په خولو کې واړول.
نيم ساعت وروسته ټولګي ته بيا ولاړو، خو دا ځل مو په بدن کې داسې بدلونونه راغلل، لکه څوک چې خوبولی يا په متوسطه اندازه نشه وي. د هرې شېبې په تېرېدو سره به مو د مفتي صيب د حورو خبرو په ذهن کې انګازې کولې. لږ وخت وروسته  خپله جنسي غريزه راباندې بره او بيا داسې شو چې د عشق څپې مو توپاني شوې، هر يوه يو پر بل لاسونه اچول، زما بدن د خوندورو شهوتونو سمندر او داسې شوم، لکه هر څه چې مې له واکه وتلي وي. همدې کې د ټولګي په هغه پراخ او لوړ ځای کې چې مفتي صيب به پرې ولاړ او خبرې به يې کولې، داسې پېغلوټې نجونې چې د ښايست او نازونو پرې تمامه وه، په سپينو او ډېرو نازکو جامو کې راښکاره شوې. 
نجونې سر تر پايه د مينې او عشق په خمار لمبېدلې وې. هرې يوې به موږ ته د مينې بلنه راکوله. په پای کې نور هم له کنټروله ووتو، په کرار کرار ورپاڅېدو، خو دومره متره راکې نه وه چې ويې نيسو. هغوی به رانږدې او د مينې اظهار به يې کاوه، خو موږ د هغې ناپايه تلوسې سره چې لرله مو، ونه توانېدو چې په غېږ کې يې ونيسو، داسې وخت کې به يې يوه خوږه موسکا وکړه او له موږ به لېرې شوې. 
دې کار تر يوه وخته دوام وکړ، خو تر پايه بريالي نه شوو چې د خپلې مينې تنده پر هغو حسينو ماته کړو. په پای کې ټولې پرې مخې روانې شوې او چې کله موږ ورته له تلوسو نه په ډکو سترګو ورکتل، نو د بلنې لاسونه يې اسمان ته ونيول او دا نغوته يې راکړه چې ګواکې هلته به سره ګورو.
د هغوی په تللو مې يو نه خړوبېدونکی ارمان په زړه کې نيمګړی پاتې شو چې همدې کې مفتي صيب راغی. هغه ته مې په لنډو ټکيو کې د راغليو نجونو کيسه وکړه. له دې سره يې په لږ لوړ غږ وويل:
ـ ما شا الله، تاسې ته خو په ژوندينې د جنت زېری شوی دی، تاسې چې څه ليدلي دي، هغه جنکۍ نه، د جنت حورې وې. ښه ده چې رب العزت زما خبره تاسې ته ډېر زر رښتيا کړه، خو دا به د هغه چا په نصيب کېږي چې لوی خدای ورته لومړی د شهادت عالي مقام ورکړي. د شهادت د ټکي په اورېدو موږ ټولو په لوړ غږ وويل:
ـ مفتي صيب موږ ټول شهادت غواړو. مفتي وويل:
جزاک الله. د لوی رب حقيقي مومنان تاسې غوندې وي، زه به مولانا صيب ته تاسې معرفي کړم چې د شهادت اسباب درته تيار او چې څومره ژر کېدای شي، تاسې د دغه الهي نعمت سزاوار کړي. مفتي صيب د مدرسې په يوه برخه کې خونه راوښوده، تر ټولو مخکې زه لاړم. هلته مولانا صيب په خاص ډول پر چوکۍ ناست و. د احسان په ډول يې وويل:
ـ  د شهادت نېکمرغي خو داسې اسانه د هر چا نه په نصيب کېږي، سر په سر دوه ورځې به راشې، تر څو په خپل مېشن کې کامياب او سرفرازه  شې. 
د شپې به مې کرۍ شپه هماغه ښکلې نجونې په خوب کې ليدلي. په دوو ورځو کې يې د ځانمرګي واسکټ د الوځولو  تخنيکونه راوښودل. په اخېرنۍ ورځ مې ورته وويل:
ـ مولانا صيب! د شهادت نه وروسته خو به هماغه نجونې رښتيا هم راسره وي؟.
په شونډو کې يې ترخه موسکا وکړه:
ـ برخورداره! تا ته د جنت د ګټلو او حورو سرټيفيکېټ درکول کېږي، مفتي صيب به يې په خپلو مبارکو لاسونو سره درته دستخط کړي. رښتيا هم په درېيمه شپه مفتي صيب د جنت د ګټلو دېپلوم موږ دريو کسانو ته راکړ. په دېپلوم کې ليکل شوي وو:
تصديق کېږي چې محمد ياسين د شين ګل زوی د افغانستان د ....... ولايت اوسېدونکی د خدای په لار کې د شهادت له امله د جنت د حورو او غلمانو مستحق او مناسب شخص دی. دا تصديق د دې لپاره ورکړل شو چې د جنت د ټولو نعمتونو نه په پوره اندازه ګټه واخلي او مور وپلار يې د شهادت نه وروسته په خپل مايه ناز زوی په دنيا او اخېرت کې افتخار وکړي.
مفتي اعظم د جنت د سرټيفيکېټ مسوول بقلم خود (                   ).
د جنت د اجازه نامې په ليدو بې‌حده خوښ او مفتي صيب راته نور هم ګران شو. په حورو او غلمانو پسې  نور نږدې لېونی شوی وم. نور نو د مدرسې هره شېبه راته کال ښکاره کېده، خو په همدې تلوسه کې يې ماخوستن مهال درې واړه په موټر کې کښېنولو. خدای خبر په څومره وخت کې يوه ځای ته  ورسېدو. يو وخت چې مې سترګې خلاصې کړې، نو د کابل ښار په يوه کور کې ناست وم. مفتي صيب مې و نه ليد. د هغه پر ځای مې يو بل سړی مخې ته ناست و. سهار وختي  ټولو ته د پېچکاريو وهل پيل شول، خو ما ته يې چې کله وهله، نو د ستنې نه ډېر مواد مې له مټه لاندې وبهېدل. سړي زر زر تر کميس لاندې واسکټ راواغوست. په ښار کې يې لږ وګرځولم او بیا يې له يوه ښوونځي نه درې سوه مټره وړاندې ودرولم. سړی رانه لاړ، ما لا حيران حيران کتل چې دې کې مې پر يوه نږدې سړي سترګې خوږې شوې. سړي ته مې شېبه په شېبه کتل، سترګې يې بالکل د مفتي صيب په څېر وې، خپلې سترګې مې وموښلې، بیا مې وروکتل، هغه هم خپلې سترګې په سترګو کې رادننه کړې، زه ګرم نه وم، دغه سړی ږيره پاکه خريېلې وه، خو نور کټ مټ د مفتي صيب غوندې و. په حيرانۍ مې ورته وويل:
ـ ته خو بېخي د مفتي صيب غوندې يې؟! پر مخ يې د قهر څپه راښکاره شوه:
ـ ستا يې د مفتي صيب سره څه؟! هغه وړاندې مکتب ګورې، هغه چې ډېر ماشومان يې مخې ته ولاړ دي، د هغوی منځ ته ورشه او خپلې بټنې ته دې زور ورکه! هله برخورداره.
د برخوردار په ټکي مې شک په يقين بدل شو. د مفتي ښويه مخ راته ډېر بد ښکاره شو. حيران شوم چې مفتي خپله لويه ږيره ولې خريېلې ده؟! په کتو کتو راته مفتي يو لوی شيطان ښکاره شو. ورته ومې ويل:
ـ مفتي صيب! ستا خو ډېره لویه ږيره وه، هغه سنت دې څه شول، دا ولې؟ هغه سترګې رابرګې کړې:
ـ ګوره همدلته دې اوس په سر په تومانچه ولم. هله ژر شه، د جنت حورې به دې انتظار کوي، ورشه د هغو ماشومانو په منځ کې ځان والوځاوه. د ماشومانو لوري ته مې وروکتل، خپل پخواني ټولګيوال مې سترګو ته ودرېدل، هغه د بې‌وزلو زامن چې په څومره کړاوونو به ښوونځي ته راتلل؟!
ـ مفتي صيب! دا خو ډېر واړه او بيا مسلمانان دي، دا څنګه والوځوم.؟! هغه سترګې راسرې کړې:
ـ د همدې ماشومانو نه کافران جوړېږي. دوی واجب القتل دي. ماشومانو ته مې بیا يو ځل وروکتل، هغوی راته ډېر بې ګناه او پاک ښکاره شول. نه پوهېږم چې ولې مې د جنتي حورو په بدل کې دا سودا خوښه نه شوه. په کلکه مې ورته وويل:
ـ مفتي صيب! خوښه دې نه ده چې واسکټ تا ته درکم؟! دا حورې او غلمان دې تا ته مبارک وي. له دې سره د مفتي پر مخ يوه خړه پرده راغله او په غوسه يې وويل:
ـ دوزخي! زه چې نه يم، نو دا نور به څوک جنت ته ولېږي، جاهله! ته د دين په خبرو څه پوهېږې؟!! د دوزخي د ټکي په اورېدو نور هم  حیران شوم. زړه کې مې وويل چې دوزخي يم، نو جنت ته به څنګه لاړ شم؟! زړه مې و چې په همدې واسکټ مفتي صيب باد باد کړم، خو د اخېري ځل لپاره مې ورته وويل:
ـ زه کله هم دا ګلالي ماشومان نه شم وژلای. ما ته دا ډېره ګرانه ده چې د دوی سپينې کتابچې د هغوی په پاکو وينو سرې کړم. له واره مې واسکټ وو ايست او د مفتي پښو ته مې ګوزار کړ. له دې سره مفتي جېب ته لاس او تومانچه يې راوويسته، خو تر هغې چې يې راباندې ډز کاوه، نو په څالاکۍ سره مې په يوه دروند سوک پر خوله ښه جوخت وواهه. سوک نه، سمه چارکۍ تيږه وه، د مفتي خوله له وينو ډکه شوه، له لاسه يې تومانچه ولوېده، د خلکو په راټولېدو، هغه وارخطا شو، خو سره له دې يې ځان له ګڼې ګوڼې په منډه وو ايست،  د هغه په وينو سرې داړې پر سرک پرتې وې، خو دومره وېروونکې وې چې په ليدو مې له خولې يوه داسې کړيکه راووته چې د کور ټول غړي راته په يوه منډه راغلل، هغوی مې زړه مښه، خو زما ذهن ته لا د هغو سرو داړو تصوير ولاړ و.
سرخط ورځپاڼه