باجوړ کې ماین چاودنې یو دولتي کار کوونکی وژلی

باجوړ کې ماین چاودنې یو دولتي کار کوونکی وژلی


  • 1 کال دمخه (22/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 428

د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله يو کس وژل شوی دی. 

دغه پېښه نن سې شنبه سهار مهال د باجوړ ښار په «مامېنزو» سيمه کې شوې ده.

سیمه‌ییز پوليس وایي، چاودنه کې د سبز علي په نامه يو کس وژل شوی دی. 

پولیس زیاتوي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې علي له کوره بازار ته پر لاره روان و.  

سرچینې ویلي، د چاودنې په اړه یې پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي. 

پولیسو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي. 

خو ځایي سرچینې وايي، وژل شوی کس یو دولتي کارکوونکی و. 

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا دوه ورځې وړاندې هم باجوړ کې یو ځایي سوداګر د وسله والو په برید کې وژل شوی و.