د تېرې شپې زلزلې زیانونه اړولي

د تېرې شپې زلزلې زیانونه اړولي


  • 1 کال دمخه (22/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 644

په افغانستان کې د تېرې شپې زلزلې ۴ کسان وژلي او ۴۴ نور یې ټپیان کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي چې په دې زلزله کې ۲ نفره په تخار او یو بل په لغمان کې وژل شوی.

خو په لغمان کې یوې ځايي سرچینې بیا  ویلي چې په دې ولایت کې هم د زلزلې له کبله یو ماشوم او یوه مېرمن وژل شوې.

لاهم د دغې زلزلې د تلفاتو په اړه ورکړل شوي جزیات وروستي نه دي.

د یادونې وړ ده چې یاده زلزله تېره شپه شاوخوا نهه بجې او شل دقیقې وشوه، چې ټکانونه یې په تاجکستان او پاکستان کې هم احساس شوي.

د امریکا د جیولوجیکي سروې د معلوماتو له مخې، یاده زلزله د ریختر په کچه په ۶.۵ درجې شدت شوې چې مرکز یې د افغانستان بدخشان ولایت وو.

د معلوماتو پر اساس یاده زلزله د ځمکې په ۱۳۴ کیلومتره ژور والي کې شوې.

د یو شمېر راپورونو له مخې د دې زلزلې له کبله په خیبرپښتونخوا کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۷۵ نور ټپیان دي.