افغانستان هغه هېواد، چې د اسیا په زړه کې یې څادر خور کړی او په طبعي ښکلاوو یې کتابونه لیکل کېږي.
د سیندونو په سینو کې یې میلونونه ماهیان اتڼونه کوي او په هڅکو غرونو کې یې ولاړ نښتر شاعر ته د شعر الهام وربښي دا هېواد په خپل وجود کې د نفتو او قیمتي کاڼو بې شمېره چینې لري،چې په همدې پار یې د نړیوالو پام ځانته را اړولی دی.
دا وطن له هرې زاویې مالامال دی؛ خو بیا هم د دې وطن بچي د څلوېښتو کلونو را پدېخوا د باردو بوي تنفس کوي او غوږونه یې د مرمیو له شور سره روږدي شوي دي د دې کور ډېری غړي خواړه له خپلو اوښکو سره یو ځای له مرۍ تېروي د دې خلکو د زړه پرهرنو اوس هم د ماهیانو په څېر خولې وازې نیولي او تر اوسه داسې کوم مرهم ندي پیدا شوي چې د دوي پرهر ته دارو شي.
او په دې خلکو کې یو شمېر میندې او پلاران د ملي فوځ او د طالب په لیکو کې د شهید زوی انځور سره یو ځای
د خوب بستر ته ورزي او په خپلو پرهرنو زور راوړي او تر سهاره زګېروي کوي.
د دې هېواد د ښار په هره څنډه ماشومان،میرمنې...درته د سوال لاس در غځوي،چې شلیدلي څپلې او جامې یې د سړي له سترګو اوښکې تویوي.
کله چې له دې ځایه قدم واخلې په یوه بله ډله خایسته ځوانانو به دې نظر ولوېږي،چې په لاسو کې یې زړې جامې نیولي وي او هر لور ته سترګې غړوي را غړوي چې د کار لپاره به مې څوک له ځانه سره بوځي دغه معصومې څېرې د سړي وجود لړزوي او د د معلولو ځوانانو شمېر له سړي هېر شي.
افغانان میړني او میلمه پال خلک دي او له ټوپک سره مینه ورته لا بابا را پاتې دې خلکو په دري پښتو...نومونو تل یو بل ته ځان اړولی دی او په دوي کې د یو بل منل نشته او د دې هېواد لوستی خلک ډېری وخت په نالوستي اشخاصو پسې روان وي. دوي په معنوي لحاظ پوره رهبر نه؛ بلکې په مادیاتو پوره رهبر غوره ګني
او په همدې پار بیا دا نالوستی او له مادي اړخه ښه رهبر په لوړ مقام کې د کار پر ځای خوبونه کوي.
دا خلک ډېر احساساتي دي په یوې موضوع ژور فکر نکوي د درک هیس یې کمزوری دی مادیاتو ته ډېر ارزښت ورکوي او معنویات یې شاته غورځولي د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټي خوندي کوي ډېر محدود خلک یې ملي فکر لري او د هېواد لپاره کار کوي.
او پاتې نور وګړي یې په همدې هڅه کې دي،چې څنګه یو شخص له موقفه لري او دی یې ځایناستی شي دوي خپله پښه خپله په تبر وهي او په علاج کې یې ډاکټران پاتي بولي . دوي د خپل کور په لږېدلي اور اوبه نه پاشي بلکې د ګاونډي په سلا ورته لا پوکی وهي.
افغانستانه! زه ډېر خواشینی یم ستا بچي ډېر ناشکره دي. ستا په سینه کې یې ښوونځی ولوست او ستا د مخ له رنګیڼو،ستا له لاله ګلونو او ستا له هر نعمته یې خوند واخیست؛ خو دوي کله هم له ځانه سره دا فکر ونکړ،چې دا زما وطن دی وطن زما مور ده زه ولې له خپلې مور سره جفا وکړم.
دا زمونږ زېبا وطن
دا زمونږ لیلا وطن
دا وطن مو ځان دی
دا افغانستان دی