د اوبو د تنظیم چارو اداره وایي چې په نمیروز ولایت کې د کمال خان بند د چارو له بشپړیدو سره اوس دغه بند کې د اوبو زیرمه کولو بهیر هم پیل شوی.
د اوبو د تنظیم چارو ادارې د مسوولینو په وینا له دغې چارې د هیوادوالو د هرکلي ترڅنګ ولسمشر محمد اشرف غني هم په کمال خان بند کې د اوبو زیرمه کولو هرکلی کړی.
ولسمشر غني د روان کال د زمري میاشت کې نیمروز ولایت ته د سفر په لړ کې د کمال خان له بند څخه د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه چې ددغه بند د اوبو زیرمه کولو چاره لیندۍ میاشت کې پیلیږي.
د کمال خان بند د دریم فاز د جوړیدو چارې په ۱۳۹۶ کال کې پیل شوې او ددغه بند د لګښت کچه ۷۸ میلیونه ډالره بلل شوې ده.