په کولمبیا کې تر سختو اورښتونو وروسته د ځمکې ښویېدنې پېښه رامنځ ته شوې، چې په پایله کې یې ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چې پېښه د جمعې ناوخته د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې شوې ده.
د معلوماتو له مخې، په سیمه کې زیات شمېر کسان تري تم دي او خټو ګڼ موټرونه، سړکونه او کورونه لاندې کړي دي.
د ځایي چارواکو په وینا، تر اوسه د ۱۷ کسانو مړي موندل شوي او د نورو پلټنه روانه ده.