مونږ ولې اختراعات نشو کولای؟

مونږ ولې اختراعات نشو کولای؟


  • 3 کاله دمخه (12/06/2021)
  • مجید قرار
  • 1105

یوه ملګري را ته لیکلي چې قراره، تا خپله کومه توره کړې، کومه اختراع دې کړې ده چې اوس د ګوګل پښتو کېدل وړه خبره ګڼې.
په عاجزۍ ورته لیکم چې وروره، د اکا زویه، وطنداره،
د اختراعاتو والا نه ته یي او نه زه. زه د خپلو نه اختراعاتو لپاره زرګونه دلیلونه لرم. اختراع مې نه ده کړې، خو لږ در لږه، د نه اختراع لاملونه مې پیدا کړي، او کرۍ ورځ د دې لاملونو د رفع کولو لپاره له تاسې سره د زړه وینې خورم. زه وایم هغه خلک اعتراعات نشي کولای چې ټول وخت یې د ورور په وینې تویولو او ورېندارې په کونډولو لګېږي. هغه خلک اختراعات نشي کولای چې هرڅه له غیبو ګڼي. هغه خلک اختراعات نشي کولای چې عقل او نقل یې سره په جنګ وي. هغه خلک اختراعات نشي کولای چې فکرونه یې غلام وي. هغه خلک اختراعات نشي کولای چې په یوویشتمه پېړۍ کې د علم پر اهمیت او نه اهمیت درسره بحث کوي. هغه خلک اختراعات نشي کولای چې د ماشوم استقبال د ټوپک په وحشیانه ډزو کوي. هغه خلک اختراعات نشي کولای چې مشري یې اخوندان کوي. هغه خلک اختراعات نشي کولای چې دنیا د ځان لپاره دوزخ او د بل لپاره جنت او آخرت د ځان لپاره جنت د بل لپاره دوزخ ګڼي. هغه خلک اختراعات نشي کولای چې ژوند نشي کولای. هغه خلک اختراعات نشي کولای چې ذهن یې د ځان رسولو، ځان لوړولو، ځان غښتلي کولو پر ځای د بل په را پرځولو، د بل په کرکه، د بل په نفرت بوخت کړی وي. هغه څوک اختراعات نشي کولای چې د ځان پورې ایستلو پر ځای پر ځان تېر ایستلو بوخت وي. هغه څوک اختراعات نشي کولای چې نمونوي کرکټرونه یې قاتلان او وحشیان وي. هغه خلک اختراعات نشي کولای چې خپله فکر نه کوي او بل څوک د فکر په اظهار ښکنځي. هغه خلک اختراعات نشي کولای چې عقیده، ذهن او فکر یې د دښمن په اختیار کې وي. هغه څوک اختراعات نشي ولای چې په اختراعاتو باور نه لري. هغه څوک اختراعات نشي کولای چې ښوونځي سوځي، او په خپله خور دومره اعتبار او باور نشي کولای چې تر ښوونځي یې ولېږي. هغه څوک اختراعات نشي کولای چې پر خپل کردار او فکر نقد نشي زغملای. هغه خلک اختراعات نشي کولای چې بنسټونه ونه لري، او د خپلو بنسټونو په ورانولو پسې را لګېدلي وي. هغه څوک اختراعات نشي کولای چې د اختراع ضرورت نه ویني او هر زوړ او موجود شی مقدس ورته ښکارېږي. هغه څوک اختراعات نشي کولای چې د ماشومانو ذهن د خلاقیت پر ځای پر نفرت ور ډکوي، ماشوم ته د خپلې ژبې پر ځای پردي پېچلي متنونه ور تدریسوي، او د ماشوم او کشر سوال ته د بې ادبۍ په نظر ګوري. هغه څوک اختراع نشي کولای چې کشران یې د مشرانو په مخ کې نشي غږېدلای. هغه څوک اختراع نشي کولای چې په یوویشتمه پېړۍ کې د پیر په موټر پسې منډې وهي او چې لاس یې پر موټر ولګېږي، هغه لاس بیا د تبرک لپاره پر ځان تېروي. هغه څوک اختراعات نشي کولای چې د نن د اندړو د مسألې حل په اته سوه کاله مخکې لیکل شوي متن کې لټوي. هغه څوک اختراعات نشي کولای چې اختراعات د تحریم په فتواوو استقبالوي او په هره نوې اختراع باندې یو ځل په دې سره خوري چې استعمال یې حرام دی که حلال. هغه څوک اختراعات نشي کولای چې رهبر یې د عوامو په طبعه غږېږي او تر پنځه زره کاله افغانیت او یو نیم زر کاله اسلامیت وروسته خلکو ته د اسلامیت او افغانیت تبلیغ کوي.
هغه خلک اختراعات نشي کولای چې ثبات، آرامتیا، زغم، اخلاق، امانتداري، د وخت پابندي او جدیت ونه لري. هغه خلک خلاقیت نشي لرلای چې اخلاق ونه لري.

موږ تر هغو د اختراعاتو صاحبان نشي کېدلای چې ټولنیز سیسټمونه مو بدل را بدل نه کړو او په ځان، رویه او درک کې مو بنسټیز تغیرات را نه ولو. ټالیب ملت اختراع نشي کولای.