خلیلزاد له مذاکراتي ټیمونو سره ناسته کړې؛ خو نتیجه به یې څه وي؟

خلیلزاد له مذاکراتي ټیمونو سره ناسته کړې؛ خو نتیجه به یې څه وي؟


  • 3 کاله دمخه (13/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1579

دافغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد چې د یکشنبې په‌ورځ د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی، دوحه کې یې د افغان سولې په اړه له بېلابېلو لوریو سره خبرې کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري رسنیو ته ویلي، په دې لیدونو کې پر نورو موضوعاتو سربېره، هر څه ژر د شخړې په سیاسي حل بحث شوی او همداراز د سولې خبرو پر روان بهیر او چټکتیا هم خبرې او ټینګار شوی‌دی.

ورته وخت کې خلیل‌زاد د سولې له بهیر سره د خپل هېواد په ملاتړ هم ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دوی د سولې پروسې سره همکاري نه‌کموي او دروي. 

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم هم ویلي، چې خلیل‌زاد سره لیدنه کې راتلونکي کې د سولې مذاکراتو د پرمخ وړلو پر څرنګوالي هم خبرې شوې دي.

ښاغلي نعیم همدراز زیاته کړې، چې د افغانستان پر روان وضعیت هم  خبرې شوې، خو نوموړي په دې اړه ډېر جزییات نه‌دي ورکړي. 

زلمی خلیل‌زاد داسې مهال دوحه کې له افغان او طالب پلاویو سره ګوري، چې افغانستان کې د طالبانو له‌لوري تاوتریخوالی زیات شوی او دغې ډلې همداراز ګڼ ملکیان خپلو مېنو پرېښودو ته‌هم اړ کړي دي.

طالبان هره ورځ په ولسوالیو او ښارونو بریدونه کوي، چې په پایله کې یې ګڼ ملکي وګړي مرګ ژوبله ویني.

بل‌لورته بیا افغان حکومت هم دې ډلې ته په مخاخ نښتو، ځمکنيو او هوایي عملیاتو کې د درنې مرګ‌‌ژوبلې اړولو خبره کوي.