د سارک سازمان د سرمنشي څوکۍ افغانستان ته ورنه کړل شوه

د سارک سازمان د سرمنشي څوکۍ افغانستان ته ورنه کړل شوه


  • 1 کال دمخه (13/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 646

د سویلي اسیا د همکاریو سازمان یا سارک په ناسته کې د افغانستان مشري او کوربه‌توب لغوه شو.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې د سارک سازمان د غړو هېوادونو کوربه توب او نوبتي مشري افغانستان ته ورکړل شي؛ خو د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندلو له کبله دا مشري بنګله دېش ته ورکړل شوه.

تر اوسه د سارک سازمان مشري له سریلانکا سره وه او په پام کې وه چې د دغه سازمان درې کلنه مشري افغانستان ته ورکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې د سارک سازمان په ۱۹۸۵ کال کې جوړ شوی چې مرکز یې په نیپال کې ده.

په دې سازمان کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، نیپال، سریلانکا، بوتان او مالدیف هېوادونه شامل دي. 

لاهم اسلامي امارت په دغه سازمان کې له کوربه توب او مشرۍ څخه د افغانستان د ګوښه کولو په اړه څه نه دي ویلي.