اوچا: افغانستان کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی

اوچا: افغانستان کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی


  • 10 مياشتي دمخه (04/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 322

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې په ۲۰۲۴ کال کې د دغه دفتر له ۳.۰۶ میلیارده بودیجې څخه یوازې ۸۷ میلیونه ډالره په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ترلاسه شوي، چې له امله یې د افغانستان د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

یادې ادارې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې دا په ډاګه کوي چې نړیوالې ټولنې سږ کال په افغانستان کې د مرستو د پروګرامونو د دوام لپاره لږه بودیجه برابره کړې ده او وايي چې د بودیجې نشتوالی به د ډیرو پروګرامونو د دوام مخه ونیسي.

 راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بشردوستانه پروګرامونو د دوام لپاره له درې میلیاردو ډالرو ډېرې مرستې غوښتل شوي، خو تر اوسه یې یوازې یوه کوچنۍ برخه تر لاسه کړې ده.

 د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، تېر کال د بودجې د کمښت له امله دغه اداره اړ شوه چې له ۱۸ میلیونو افغانانو سره د خوراکي توکو مرستې بندې کړي.