افغانستان د نړیوال اقلیمي بدلون عامل نه، قرباني دی!

افغانستان د نړیوال اقلیمي بدلون عامل نه، قرباني دی!


  • 2 کاله دمخه (10/11/2022)
  • نظیم سمون
  • 928

په نړیواله کچه د کاربن ډای اوکساید په خپراوي او تولید کې د افغانستان ونډه ۰.۰۳ سلنه ده، په داسې حال کې چې یوازې چین ۳۰ سلنه کاربن خپروي. کاربن دای اوکساید د ګرین هاوس ګازونو لویه برخه جوړوي چې همدغه ویجاړوونکي ګازونه د اقلیمي بدلون عمده سرچینه او عامل دی. په لاندې ګراف کې وینئ چې یوازې چین په کال کې تر ۱۰ میلیارده ټنه زیات کاربن خپروي، په داسې حال کې چې د کاربن په خپراوي کې د افغانستان کلنی سهم په نشت حساب دی. البته دغه مقدار کاربن یوازې د فوسیلي انرژۍ له سوخت او صنعتي فعالیتونو څخه تولیدېږي، د ځمکې کارونه او نور فعالیتونه چې د کاربن دای اکساید د تولید سبب کېږي، په پام کې نه دي نیول شوي.

خو جالبه دا ده چې د اقلیمي بدلون په تړاو نړیوالو کنفرانسونو کې ټولو دولتونو ته عمومي توصیې کېږي چې نړیواله تودوخه کنټرول کړئ. ټول دولتونه د ګرین هاوس ګازونو او نړیوالې تودوخې د کنټرول په وړاندې ګډ مسولیت لري، خو دغه مسولیتونه باید متفاوت وي، لکه د ژوندچاپېریال نړیوالو حقوقو یو اصل دی چې د (گډ خو متفاوت مسولیتونهCommon but differentiated Responsibilities-) په نامه یادېږي، هغه زیانونه چې د اقلیمي تغیراتو د منفي اغېزو له کبله هر کال بې وزلو هېوادونو ته اوړي میلیاردونه ډالره کېږي، دا چې اقلیمي تغیرات د بشر د مداخلې او فعالیتونه نتیجه ده، نو هغه دولتونه چې د ګرین هاوس ګازونو او د هوا په ککړتیا کې لوی سهم لري، قانوني او اخلاقي مسولیت لري چې خساره جبران کړي. په دې اړه یو بل مهم اصل د ککړوونکي لخوا د جبران ورکړه (Polluter Pays) اصل دی چې اړتیا ده پر یوې الزامي قاعده بدل شي.