پکه چا په ورا نه پریښوده دې دسر کجاوې غوښتې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سمون زرمتی
  • 1297

دلته یوڅو کسه دي دا څو کاله کیږي چې هره میاشت په نوي نامه فعالیت کوي چې یو نوم ونه چلیږي بیا بل را واخلي هغه هم چې ماهیت یې خلکو ته افشا شي او بیا هغه څو څیرې پکې وویني بیا بدل کړي بیا په سیاسي کتابونه کې پسې ګرځي یوبل ښه غټ او د ورځي په سیاسي موډ برابر نوم پیدا کړي پرځان یې کیږدي زموږه بې مضمونه رسنۍ را وغواړي بیا هماغه پخوانۍ څیرې په بل نامه یوه بله خبره وکړي.
دوی تراوسه پوري اسلامي،شورایي ،جمعي ،ملي ،سیمه ایزاو دموکراتیک نومونه ټول زاړه کړي او په دې یوه نوم هم ونه چلیدل اوس یې بل نوم پیدا کړی پرون بیا هماغه کسان دځینو ټلویزیونونو پر پردو را ښکاره شول  دا ځل یې بیا خپل نوم بدل کړی و، نغیر وامید ایتلاف.
هماغه یوه سړي چې کله دهمدغو کسانو دیوې ټلوالې ویاند وي کله بیا دبلې او کله هم دیوه شخص ویاند وي بابولالې ویلې.
دی ډیر په غوصه هم معلومیده یوه نیم چارکه ډبره یې ایښوده بله به یې را اخیسته او دا اخطار یې ورکاوو چې دوی به دسولې په راتلونکې مشورتي جرګه کې ګډون ونه کړي.
دتغیر او امید (!) ویاند پخپلو دغو خبرو کې هیڅ امید نه درلود چې دا جرګه دې وکړای شي دسولې په راوستو کې یوګام واوسي دا ځکه چې دوی ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
زموږ خلک چې له جګړې نور ډیر ستړي شوي دسولې په لاره کې هر ګام ته امید لري او هیله لري که یو کوچنی تغیر هم وي راشي او دسولې په برخه کې یوبل ګام پورته شي خو دتغیر او امید ټلواله له خلکو دا امید هم اخلي .خدای خبر چې دامید ټلوالې کسان کوم کف شناس او نجومي ته ورغلي چې لا اوس خلک ددغې جرګې له پایلو نا امیده کوي.
دا سمه خبره ده چې په وروستیو کلونو کې دولت او ځینو سیاسي څیرو داسې اقدامات هم کړي چې خلک یې ځینې ګامونه نمایشي او آن دوخت ضایع کیدل هم ګڼي.
 البته ددغې جرګې په اړه لا دمخه ویل شوي چې دا به یوه مشورتي جرګه وي ، له مخالفینو سره دروغې جوړې ستراتیژي به طرحه کوي او په دې اړه به له خپلو خلکو سره پراخه سلا مشوره کیږي.
خو دتغیر او امید(!) ټلواله مشوره هم نه مني ځکه چې دوی ته بلنه نه ده ورکړل شوې.د دولت ویاند په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې په دې اړه وویل زه فکر کوم ټولو مطرح کسانو ته بلنه ورکړ شوې ده او که کوم یوه ته نه وي ورکړل شوې دومره ډیر مهم هم نه دي.
خبره داده چې هیڅوک هم نه وایي چې زما دغړکې خوند بد دی شمال ټلواله یا امید ټلواله هم ځانونو ته یو څه وایي دوی فکر کوي که دوی نه وي پکې ،هیڅ کار به ونه شي.خو په حقیقت کې دوی پکې وي.بیا چې کومه هڅه ناکامه شي ملامتي یې په نورو اچوي او چې بریالۍ شي بیا نودوی بریتونه تاووي.
دا اوس په حکومت کې تر ټولو ددوی دټلوالې ونډه زیاته ده خو بیا هم دوی اپوزیوسیون ځان ته وایي.دوی هم شهیدان دي هم غازیان او هم غواړي روغ جوړ کورونو ته ستانه شي.
دغه ټلواله ځان ته ډیره غره ده خو خلکو ته هماغه څو کسه ښکاري چې پرون په نورو نومونو و،نن په نورو نومونو او سبا به بیا له وخت سره ځان ته په میاشت کې نور نومونه ټاکي او دسر کجاوې به هم غواړي.