سمسور (جمعه د غوایي ۱۷) د نړۍ اوو پرمختللیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د هدفي وژنو او بریدونو پر زیاتوالي خواشیني څرګنده کړه او د دې د درولو غوښتنه یې کړې.
په بریټانیا کې د جې اووه ډلې د افغان سولې بهیر، سیاسي توافقتنامې او د استانبول کنفرانس د جوړېدو لپاره د هڅو ملاتړ کړی دی.
د جي اووه ډلې غړیو همدارنګه د دوحې مذاکراتو د دوام ملاتړ کړی او د استانبول کنفرانس د ژر جوړېدو غوښتنه یې کړې ده.
د جي ۷ هېوادونو په اعلامیه کې ویلي، یو تلپاتې سیاسي جوړ جاړی، سولې ته د رسېدو یوازېنۍ لار ده او دا یې د ټولو افغانانو په ګټه بللی دی.
په دغې اعلامیه کې همداشان راځي، چې د جګړې ښکېل لوري باید د خبریالانو، ښځو او د بشري حقونو د فعالانو وژنه ودروي ځکه سولې او یو هر هړخیز اوربند ته زمینه برابره شي.
دا هېوادونه داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي او اوربند غوښتنه کوي، چې د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن ویلي، طالبانو په دې وروستیو کې د افغان پوځ خلاف جګړه تېزه کړې او هره ورځ په منځي ډول د افغان ځواکونو پر وړاندې له ۷۰ څخه د ۱۲۵ پورې بریدونه کوي؛ خو د امریکايي ځواکونو خلاف یې هېڅ نه دي کړي.